د شرکتونو د ثبت او راجسترولو او د آنلاین تدارکاتي میتود د معرفي کولو غونډه!
په درناوي ټولو خصوصي شرکتونو ته خبر ورکول کیږي چې د ملي پراختیا شرکت د خپلې تدارکاتي پروسې د ګړندي کولو او رڼښت لپاره آنلاین تدارکاتي سیستم په لار اچولای او له دې وروسته د ملي پراختیا شرکت ټول تدارکاتي پړاوونه د دې سیسټم له لارې په آنلاین بڼه ترسره کیږي. په همدې موخه ټاکل شوې د خصوصي شرکتونو لپاره ددې سیستم د ښوونې، تشریح او کاري څرنګوالي په تړاو، ځانګړي ورکشاپ ترسره شي چې ستاسو ګډون پکې اړین ګڼل کیږي. نو له تاسو محترمو شرکتونو څخه په خورا درناوي هیله کېږي، څو په کمپیوټر او انټرنیټ بلد د خپل یوه کارمند یا استازی په معرفي او لیږلو سره، د وټس اپ یا بریښنالیک له لارې له خپل ګډونه ډاډ ورکړۍ. د غونډې وخت: پنجشنبه له د سهار له ۹:۰۰ تر ۱۲:۰۰ بجو نیټه: پنجشنبه ۱۱ مرغومې ۱۳۹۹ ځای: د لوېې جرګې تالار، کابل، افغانستان یادونه: په غونډه کې د ګډون لپاره د نوم لیکنې وروستۍ موقع، چهارشنبه ماسپښین۲ بجې. په دې غونډه کې د ګډون لپار د شرکت او ګډونکوونکي نوم د وټس اپ په دې شمېره(0705317592) له موږ سره شريکه کړئ. ایمیل ادرس: procurement@ndc.gov.af
پکتیا ولایت کې ۵۰ بستره روغتون
دا روغتون پنځوس بستره او نورې اړوند روغتیايي څانګې لري. ددې روغتون ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې تصدۍ پرمخ وړي او د آسیا پراختیايي بانک (ADB) په مالي ملاتړ د عامې روغتیا وزارت له لورې پلې کیږي.
د جبل السراج سیمنټو فابریکې د تولیدي ظرفیت د لوړیدو لمانځ غونډه ترسره شوه
چهار شنبه ۳ مرغومې ۱۳۹۹ په هغه غونډه کې چې نن د پروان ولایت د جبل السراج سمنتو فابربکه کې تره شوه، په ترڅ کې ېې ددې فابریکې د تولیدي ظرفیت د څرنګوالي په تړاو معلومات او له ځینو کارمندانو څخه ېې د ستاینلیکونو په ډالۍ کولو سره ستاینه وشوه. په دې ناسته کې د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو د همغږۍ او پراختیا مرستیال عبدالمومن منصور او ورسر مل پلاوي، د پروان والي فضل الدین عیار، د جبل السراج سمنټو فابریکې رییس عبدالقادر مخلص، د ولایتي شورا مشر عبدالشکور شکوري، د دې ولایت د امنیت رییس، ولسوال، د ولسوالیو شوراګانو وکیلانو، خبریالانو، قو مي مشرانو او ددې ولایت نورو سیمه ایزو چارواکو ګډون کړی وو. په سر کې د جبل السراج فابریکې رییس د فابریکې د تاریخ، تولید او پراختیا په تړاو معلومات ورکړل او وېې ویل چې هڅه کیږي د دې فابریکې تولیدي ظرفیت لوړ کړي. ورپسې د پروان والي د ملي پراختیا شرکت او د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له رهبرۍ څخه مننه وکړه او زیاته ېې کړه چې حکومت غواړي د تازه ماشینونو او وسایلو په اخیستو سره د جبل السراج فابریکې تولیدي ظرفیت لوړ او د هیواد په کچه ېې په یوې پیاوړې فابریکې بدله کړي. د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو د همغږۍ او پراختیا مرستیال ښاغلي عبدالمومن منصور په خپل وار سره وویل چې د ملي پراختیا شرکت [...]
دایکندي ولایت نیلي ښار کې د لوی جومات ودانیز کارونه روان دي
چهارشنبه ۳ مرغومې ۱۳۹۹ د دایکندي ولایت مرکز نیلي ښار کې، په دوو پوړونو کې د یو محراب جومات ودانیز کارونه روان دي چې د سلهاوو تنه لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا لري. دا جومات چې ودانیز کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي، دمګړۍ ېې د محراب په خشت کارۍ او د مرمر ډبرو د فرش تر څنګ په بیلابیلو برخو کارونه جریان لري. ددې جومات ټولیز مساحت ۱۶۰۰مربع متره دی او نږدې ۴۳سلنه ودانیز کارونه ېې بشپړ شوي دي.
په میدان وردګ ولایت کې د کویډ ۱۹ځانګړي روغتون ودانیز کارونه روان دي
سه شنبه ۲ مرغومې ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د څو نورو ولایتونو په څير، میدان وردګ ولایت کې هم د کویډ ۱۹(کرونا) سل بستره روغتون ودانیز کارونه پرمخ وړي. دا روغتون چې له وړاندې جوړو ودانیزو ټوټو څخه په استفادې د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا جوړیږي؛ سمبالې خونې او مختلفې روغتیايي برخې به ولري. دمګړۍ ددې پروژې ودانیز کارونه له ۶۵سلنې څخه ډير پرمخ تللي او تمه ده پاتې کارونه ېې ډیر ژر بشپړ او د روغتیايي چوپړتیاوو د وړاندې کولو لپاره د هیوادوالو پرمخ پرانیستل شي.
بغلان ولایت او ولسوالیو کې اتلس ودانیزې پروژې په پلې کیدو دي
دوشنبه ۱مرغومې ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت بغلان ولایت او ولسوالیو کې د اتلسو ودانیزې پروژې عملي کارونه پرمخ وړي چې ودانول ېې اړین او پرانیستل به ېې په اړوند برخو کې تر ډيره بریده د خلکو ستونزې حل کړي. پنځه پروژې چې یو لوی جومات، ټولنیز صالون، د لوبو جمنازیم او دوه بابه انتظار خونې پکې شاملې دي د بغلان ولایت په مرکز کې پلي شوي، چې د ځینو کارونه ېې بشپړ شوي هم دي. همداشان د ولسوالیو لپاره په ۱۳ محرابه جوماتونو هم عملي چارې پیل شوي چې په مرکزي بغلان، برکه، دوشي، نهرین، بنو، جلګه، خنجان، دهنه غوري، بل حصار، خوست، ده صلاح، تاله برفک او فرنګ ولسواليو کې په بیل مساحت او بیل شکل جوړیړي. د یادو ټولو پروژو ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي.






