په هلمند کې د ابن حبان بستي پر زیارت د بیارغونې کار روان دی
پنجشنبه ۱۸ مرغومې ۱۳۹۹ د علامه محمد ابن حبان بستی زیارت چې د هلمند په بست کې دی، د بیارغونې کار یې د روان کال د زمري په پنځمه پیل او تر اوسه ۴۶ سلنه کار یې پر مخ تللی دی. د یادې پروژې مالي لکښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات لخوا ورکول شوی او عملي کارونه یې د ملي پرختیا شرکت د افغاني تصدي لخوا پر مخ وړل کېږي. ابن حبان چې په ابن بستي مشهور وه، د خپل وخت له مشهورو علماوو څخه وه. هغه دهلمند ولایت په بست کې زېږېدلی او په لسګونو آثار ترې پاتې دي.
په فاریاب ولایت کې د یو باب لوی جومات ودانیزې چارې روانې دي
یکشنبه ۱۴ مرغومې ۱۳۹۹ د فاریاب ولایت مرکز میمنه کې په یو باب لوی جومات، چې په دوه پوړیز شکل په پاخه او اساسي شکل جوړیږي ودانیز کارونه روان دي. دا جومات چې په یو وخت کې به د ۲۰۰۰تنو لمونځ کوونکو د ځائیدو ظرفیت ولري، عملي او تخنیکي کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پرمخ وړل کیږي. یاد جومات د جمهوري ریاست د ملي پراختیا شرکت عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ ودانیږي او دا مهال ېې په لمړي او دوهم پوړ کې په بیلابیلو ودانیزو برخو کارونه روان دي او تمه ده په راتلونکو څو میاشتو کې ېې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هلمند بست ولایتي روغتون کې د سل بستره روغتون د جوړیدو د بنسټ ډبره کیښودل شوه
چهار شنبه ۹ مرغومې ۱۳۹۹ تیره ورځ د هلمند مرکز لښکرګاه بست روغتون کې د یو باب سل بستره روغتون د بنسټ ډبره کیښودل شوه. دې مراسمو کې د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام ترڅنګ د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالاحد حازم د بست ولایتی روغتون امر ډاکتر زلمي پښتون او ګن شمیر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو. دا روغتون چې د ملي پراختیا شرکت د خانه سازي ساختمانی تصدي لخوا ېې ودانیزې چارې پرمخ وړل کیږي، مالي لګښت ېې د آسیا پراختیايي بانک ورکوي. یاد روغتون چې د سل بسترو ترڅنګ به، په بیلابیلو روغتیايي څانګو سمبال وي، د وړاندې جوړو ودانیزو ټوټو څخه په استفادې جوړیږي.
د زابل ولایت پوهنتون کې د یو باب لیلېې ودانیزې چارې په ښه توګه روانې دي
سه شنبه ۹ مرغومې ۱۳۹۹ د زابل ولایت پوهنتون کې د یو باب لیلېې ودانیزې چارې په ښه توګه پرمخ روانې دي چې په جوړیدو سره به ېې په دې پوهنتون کې د محصلینو د اوسیدو ستونزه حل او هغوی ته به د اوسیدو په برخه کې آسانتیا رامنځته کړي. دا لیلیه چې په نږدې ۶۰۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې جوړیږي، د اړینو امکاتو د شتون سربیره د ۱۰۰۰ تنو محصلینو د ځاییدو وړتیا لري. ددې لیلیې ودانیزې او تخنیکي چارې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پرمخ وړل کیږي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه اداره ورکوي.
د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ د عليزايي کلي جومات
سه شنبه ۹مرغومی ۱۳۹۹ دا جومات چې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پرمخ وړل کیږي، د چت د پوښښ لپاره چمتو شوی دی. د جومات ودانیز کارونه د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ په علیزايي کلي کې، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا شرکت عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي لګښت روان دي چې د هوا په ګرمیدو او کاري چټکتیا سره به ډير ژر بشپړ او پرانیستل شي. ددې ترڅنګ په بلخ ولایت او ولسوالیو کې د ملي پراختیا شرکت لخوا د یو شمیر نورو ودانیزو پروژو، ودانیز کارونه هم پرمخ وړل کیږي.
لوګر ولایت کې د یوه معیاري میلمستون د جوړیدو بنسټ ډبره کیښودل شوه
دوشنبه ۸ مرغومې ۱۳۹۹ نن د روان کال د مرغومې میاشتې په ۸ نیټه، د لوګر ولایت مرکز پل علم کې د یوه درې پوړیزه میلمستون د بنسټ ډبره کیښودل شوه. د بنسټ ډبرې د کیښودو مراسمو کې د دې ولایت مرستیال والي محمد عمر مرجان، د ولایتي شورا مشر او غړو، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې او ملي پراختیا شرکت ځايي مسئولینو، د حج او اقافو، ښارجوړونې او کرنې رییسانو، قومي مخورو او مشرانو، ځوانانو او مدنې ټولنې غړو برخه اخیستې وه. دا میلمستون چې په ۸۴۰ مربع متره مساحت ځمکه کې د ولایت مقام پخوانۍ ودانۍ ته څيرمه جوږیړي، ۱۲د خوب خونې، یو خوړنتون، مجهز پخلنځای او د اړتیاوړ نورې برخې او ملحقات به ولري. ددې میلمستون د جوړیدو مالي لګښت چې نږدې ۳۹میلیونه افغانۍ کیږي د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي، ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي او تمه ده چارې ېې د یو کال په ترڅ کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.






