پلازمینه کابل کې د ۲۱ روغتونو د ترمیم چارې پیل شوې
پنجشنبه ۲۵ مرغومې ۱۳۹۹ لکه څنګه چې د وخت په تیریدو سره پلازمینه کابل کې د یوشمیر روغتونو ودانۍ زیانمنې شوي، نو خلکو ته د هر څه غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه بیا رغول کیږي. دا ملي روغتونونه چې د کابل په بیلابیلو برخو کې موقعیت لري او شمیر ېې ۲۱ بابو ته رسیږي، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیزې تصدۍ لخوا ېې کارونه پرمخ وړل کیږي. هغه ودانیز فعالیتونه چې دمګړۍ په یادو روغتونو کې پيل شوي د پلستر کارۍ، کاشي کاري، رنګمالي، د ویجاړ او زیانمنو شوو برخو بیا رغونه، د بریښنا سیسټم ترمیم او تنظیم په څير نورې اړینې برخې په ځان کې رانغاړي. د دې پروژې انجنیران او کارګړ هڅه کوي چې له پلان سره سم د دې روغتونو د بیارغونې او ترمیم کارونه په خپل وخت بشپړ کړي او بیاځلي ېې د چوپړتیاوو په موخه چمتو کړي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د کارونو ارزونه پېل شوه
چهارشنبه ۲۴ مرغومې ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د مشرتابه په لارښوونه د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند، کرنیزو، تولیدي او تخنیکي کارونو ارزونه پیل شوه. په دې تړاو د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو د همغږۍ او پراختیا مرستیال عبدالمومن منصور تر مشرۍ لاندې ټاکل شوي پلاوي، چې پکې ددې شرکت د املاکو، بشري سرچینو او تفتیش رییسان هم شامل دي ننګرهار ولایت ته سفر کړی او د ننګرهاروادي کرنیز شرکت د کارونو ارزونه ېې پېل کړې. یاد پلاوی چې به د ننګرهاروادي کرنیز شرکت (کانال) ټولې اداري او تخنیکي چارې او پروژې وه ارزوي، په همدې موخه ېې تېره ورځ د کانال اړوند د کبانو له خوضونو، عبدالخېلو کې د مالټو له بڼونو، شته ځمکو او د تازه جوړیدونکې پنځه کیلومتره ویالې له چارو سربیره، له ځینو نورو برخو څخه له نږدې لیدنه وکړه او چارې ېې وه ارزولې. د ملي پراختیا شرکت د تللي پلاوي مشر عبدالمومن منصور چې د ننګرهار کانال رییس عبدالقهار حیدري ېې هم ملتیا کوله د کارونو د ارزونې او ورڅخه د لیدنو په ترڅ کې، له نوموړي څخه وغوښتل چې د کانال ټولې اړوند چارې باید له معیارونو سره سم په خپل وخت سر ته ورسېږي. د ننګرهار کانال رییس عبدالقهار حیدري هم تللي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې په خپل ټول توان سره هڅه کوي څو د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د پراختیا لپاره هلته ټولې تولیدي، کرنیزې او پروژه وي [...]
په هلمند کې د یخچال تنور تاریخي آبدې ډیره برخه بیارغول شوې ده
چهارشنبه ۲۴ مرغومې ۱۳۹۹ هلمند ولایت کې د تاریخي یخچال چې په تنور سره شهرت لري او د بیاروغونې او ترمیم کارونه ېې د روان کال زمري میاشتې په لمړیو کې پیل شوې؛ دامهال پکې له ۵۳ سلنې څخه ډیر پرمختګ شوی. د دې پروژې د پلې کیدو د چارو مسئولیت د ملي پراختیا شرکت، افغاني ودانیزه تصدۍ په غاړه لري او مالي لګښت ېې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا ورکول کیږي. د تنور لرغونې آبده چې د یخو څښاک اوبو د ساتلو او استفادې په موخه جوړه شوې وه، تاریخي لرغونتیا ېې د انوشیروان عادل دورې پورې رسیږي.
د وړاندې جوړو برخو د فابریکې کاري بهیر
سه شنبه ۲۳ دی ۱۳۹۹ د وړاندې جوړو برخو یا ټوټو فابریکه، چې د ملي پراختیا شرکت په چوکاټ کې فعالیت کوي، د ۳۰۰ مسلکي او غیر مسلکي کارګرو په درلودو سره، هره ورځ په دوه بیلو کاري شفتونو کې شاوخوا ۷۵۰ مربع متره تولید لري. د دې فابریکې پرسونل دا مهال د ځینو نورو پروژو د پوښښ تر څنګ د ملي پراختیا شرکت لپاره د کویډ ۱۹ روغتونو ودانولو په موخه ودانیزې برخې او قطعې چمتو کوي. د یادونې وړ ده چې دا تولیدي فابریکه، د ملي پراختیا شرکت د پروژې لپاره د یادو برخو د تولید سربیره؛ نورو ادارو او بنسټونو ته هم په مناسبه بیه ودانیزې ټوټې تولید او چمتو کوي.
د بګرامي ښارګوټی
د بګرامي ښارګوټي استوګنې اپارتمانو واحدونه د مرکز ګرمۍ، بریښنا او د اوبو رسولو په منظم سیستم سمبال؛ د لوی جومات، ښوونځي، سوداګریز مارکیټ، پراخه پارکینګ درلودونکی او عامه سړک ته نږدې موقعیت لري. پنځه خوني او درې خونې واحدونه لري پته: کابل - بګرامي - د بګرامي ښارګوټی د اړیکو شمیرې: 0783369683 -0706667915
په هلمند ولایت کې د کویډ ۱۹ځانګړي روغتون ودانیز کارونه روان دي
یکشنبه ۲۱ مرغومې ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د څو نورو ولایتونو په څير، هلمند ولایت کې هم د کویډ ۱۹(کرونا) سل بستره روغتون ودانیز کارونه پرمخ وړي. دا روغتون چې د آسیا پراختیايي بانک (ADB) په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا د وړاندې جوړو ودانیزو قطعاتو څخه په استفادې جوړیږي او له کرونا ویروس سره د مبارزې او درملنې په موخه به په عصري روغتیايي وسایلو سمبال شي، په څو میاشتو کې به ېې ودانیز کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. له دې سره یوځای په زابل، ارزګان،غور، پکتیا، دایکندي، سمنګان، بلخ او فاریاب ولایتونو کې هم د ملي پراختیا شرکت لخوا په یو یو باب روغتونو ودانیز کارونه روانې دي چې هر یو به ېې بیلابیلې روغتیايي، تشخیصیه او اړتیا وړ څانګې ولري.






