Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د زابل پوهنتون د لیلېې په ودانیزو چارو کې ښه پرمختګ شوی

یکشنبه ۳۰ لیندۍ ۱۳۹۹ د زابل پوهنتون د لیلېې ودانۍ چې له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې ودانیږي او د شاوخوا زر تنه محصلینو د ځاییدو وړتیا لري، تر دې مهال ېې په ودانیزو چارو کې ېې ۵۰ سلنه پرمختګ شوی. ددې پروژې عملي چارې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي. د ملي پراختیا شرکت زدکړالیانو د هوساینې په موخه ددې ودانۍ د ودانیزو چارو د پرمخ وړلو ترڅنګ، د یو شمیر نورو ولایتونو پوهنتونو کې، د ۱۸بابه لیلیو ودانولو عملي کارونه هم پرمخ وړي.

دسمبر 20th, 2020|Categories: جوړول|

لنډ وخت کې به د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې د یو محراب جومات ودانیز کارونه بشپړ شي

شنبه ۲۹ لیندۍ ۱۳۹۹ د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د څو لویو ټولګټو ودانیزو او رغنیزو پروژو سربیره، ددې ولایت په ولسوالیو کې هم د جوماتونو جوړولو کارونه روان دي چې له ډلې ېې یو په چپرهار ولسوالۍ کې جوړیږي. د یاد جومات ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي. دا جومات د هغو ۳۷۷بابه جوماتونو له ډلې څخه یو دی چې د ولسمشر په لارښوونه د ۳۴ ولایتونو په ولسوالیو کې جوړیږي. د یادونې وړ ده چې د ننګرهار په ۱۵ولسوالیو کې دا شان یو یو محراب جومات وانیږي چې د ځينو ودانیز کارونه به ېې په ډير کم وخت کې بشپړ شي.

دسمبر 20th, 2020|Categories: جوړول|

بادغیس ولایت د لوبو یو جمنازیم د را روان کال تر پسرلي ګټې اخیستنې ته چمتو کیږي

پنجشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۹ په بادغیس ولایت کې د لوبو یو باب جنمازیم چې ودانیزې چارې ېې نږدې ۷۲سلنه پرمخ وړل شوي، تر راتلونکي پسرلي به بشپړې او لوبغاړي به وشي کولی ورڅخه ګټه پور ته کړي. دا جمنازیم چې په یو وخت کې د سپورټي پروګرامونو د شاوخوا ۱۵۰۰ مینوالو او لیدونکو د ځاییدو ظرفیت لري، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ ېې ودانیزې چارې، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي. د یادونې وړ ده چې له جمنازیم سربیره په دې ولایت کې د ملي پراختیا شرکت لخوا په څو نورو ودانیزو پروژو هم چارې روانې دي چې پرانیستو سره به ېې اړوند برخو کې د خلکو ستونزې حل شي.

دسمبر 17th, 2020|Categories: جوړول|

د کابل قرباغ ولسوالۍ یو شمیر مخورو د هیواد د آبادۍ په موخه د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ د هلو ځلو ستاینه وکړه

چهارشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹ نن د پلازمینې کابل د قرباغ ولسوالۍ یو شمیر قومي مشرانو، عالمانو او مخورو د عبدالرحمن عطاش په مشرۍ د ملي پراختیا شرکت له کړنو څخه ستاینه وکړه او له هغې څخه ېې خوښي وښوده. یادو ولسي مشرانو د ملي پراختیا شرکت کې د یوې ناستې په ترڅ کې، د دې شرکت د لوی اجرایوي مشر ښاغلي عبدالرحمن عطاش، د دې شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ د رییس احمد جاوید اخلاص او یو شمیر نورو مسئولینو څخه مننه او ستاینه وکړه، چې په دې سختو شرایطو کې ېې د هیواد بیا آبادولو په موخه په نوښتګره مدیریت، پراختیايي او ودانیز پلانونه په ښه توګه تطبیق کړي او د هر اړخیزه پرمختګ او سمسورتیا لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي. له راغلو میلمنو څخه د ښاغلي عطاش په استازیتوب ددې شرکت دفتر مشر ښاغلي وحیدالله رحمدل او د بنايي ودانیزې تصدۍ د رییس ښاغلي جاوید اخلاص لخوا هرکلی وشو او د پلانونو عملي کېدو په برخه کې ېې د خلکو له هراړخیزو همکاريو څخه مننه وکړه. یادو مسئولینو ډاډ ورکړ چې د ملي پراختیا شرکت د هیواد د آبادۍ، ښيګڼي او پراختیا لپاره ښې طرحې او ګټور پلانونه په پام کې لري، چې په پلې کیدو سره به یې له یوې خوا خلکو ته کاري بوختیا او له بل پلوه به د آباد افغانستان شاهدان اوسو.

دسمبر 17th, 2020|Categories: راپورونه|

فراه ولایت کې د ټولنیزو ستونزو د حل صالون

چهار شنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹ د فراه ولایت مرکز کې د یو باب ټولنیز صالون چې په نږدې ۷سوه مربع متره مساحت ځمکه کې جوړ شوی او په یو وخت کې د ۱۰۰۰کسانو د ځاییدو وړتیا لري کارونه بشپر او پرانیستو ته چمتو دی. د وخت په معیارونو سره برابر دا ټولنیز صالون چې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پای ته رسول شوي، خلکو ته به د ټولنیزو ستونزو د حل اړوند ناستو او غونډو د ترسره کولو په برخه کې آسانتیا رامنځته کړي. ددې صالون مالي لګښت د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له لورې ورکول شوی او له دې سربیره فراه ولایت کې په څو نورو ودانیزو پروژو هم کارونه روان دي.

دسمبر 16th, 2020|Categories: جوړول|

هلمندي ورزشکاران په خپل ولایت کې د یو سمبال جمنازیم له درلودو څخه برخمند کیږي

سه شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۹ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د لوبو د یو سمبال جمنازیم پرانیستلو سره به، ددې ولایت ځوانان وشي کولی د ورزشي پروګرامونو او لوبو په لار اچولو کې ورڅخه ګټه واخلي. ددې جمنازیم عملي کارونه په ۱۹۵۰مربع متره مساحت ځمکه کې، چې په یو وخت کې به د ۱۵۰۰تنو سیلانیانو د ځاییدو وړتیا لري، د تیر کال په غويي میاشت کې پیل شوي او د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ ېې د پلې کیدو مسئولیت لري. تمه ده د دهلیز د زینت، د سپتیک څاه جوړولو، رنګمالي، بریښنا، د صالون فرش او مرمر کاریو د کارونو له بشپړیدو وروسته، دا جمنازیم د لوبو ترسره کولو ته چمتو او پرانیستل شي.

دسمبر 15th, 2020|Categories: جوړول|
Go to Top