Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د کندز په مرکزي روغتون کې په دو پوړونو کې د انتظار خونې

د کندز په مرکزي روغتون کې په دو پوړونو کې د انتظار خونې ودانۍ چې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا رغول شوی، ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.

فبروري 8th, 2021|Categories: جوړول|

په سمنګان کې د ۱۵۰۰کسانو په ظرفیت جمنازیوم

دوشنبه ۲۰ سلواغه ۱۳۹۹ د لوبغاړو د ستونزو د حل، د ځوانانو د هڅونې او لوبغاړو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار په سمنګان کې د یو جمنازیو چارې چې مخکې پیل شوی وه په پشپړېدو دی. د یاد جمنازیوم مالي لکښت د ملي پراختیا عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي او ودانیزې چارې یې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا پر مخ وړل کېږي. یاد جمنازیوم چې په ۱۹۵۰متر مربع ځمکه کې جوړېږي چې په یو وخت کې به د ۱۵۰۰ لیدونکو ظرفیت ولري.

فبروري 8th, 2021|Categories: جوړول|

په دایکندي کې ټولنیز سالون پرانیستې ته چمتو شوی دی

یکشنبه ۱۹ سلواغه ۱۳۹۹ د ټولنیز سالون ودانیز کارونه چې په ۷۰۰ متر مربع ځمکه کې جوړ شوی او د ۱۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري، بشپړ شوی او پرانیستې ته چمتو شوی. یاد سالون په اوسني معیارونو برابر د ټولنیزو غونډو لپاره د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا جوړ شوی. د ټولنیز سالون مالي لګښت د ملي پراختیا عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي، همداراز په دایکندي د ملي پراختیا شرکت لخوا د څو نورو پروژو کارونه هم روان دي.

فبروري 7th, 2021|Categories: جوړول|

بلخ ولایت خالد بن ولید ښارګوتي کې د لوی جومات ودانیز چاری روان دي

یکشنبه ۱۹ سلواغه ۱۳۹۹ د بلخ ولایت د خالد بن ولید په ښارګوتي کې، په دوو پوړونو کې د یو محراب جومات ودانیز چاری روان دي چې د سلهاوو تنه لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا لري. دا جومات چې ودانیز چاری ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي، ټولیز مساحت ۱۶۰۰مربع متره دی او نږدې سلنه ودانیز کارونه ېې بشپړ شوي دي.

فبروري 7th, 2021|Categories: جوړول|

په قندهار کې د میر هزار جامع جومات به په ډېر نېږدې وخت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

شنبې ۱۸ سلواغې ۱۳۹۹ ملي پراختیا شرکت د قندهار په مرکز کې د میر هزار جامع جومات رغنیزې چارې ۹۳ سلنه بشپړې کړي او په نېږدې وخت کې به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري. د میر هزار تاریخي جومات د قندهار په دویمه ناحیه کې د ۸۶۷ متر مربع ځمکه کې جوړ شوی وه، اوس یې رغنیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د افغاني تصدي لخوا پر مخ وړل کېږي او مالی لگښت یې ۱۴.۳ میلونه افغانۍ کېږي، چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا ورکول کېږي.

فبروري 6th, 2021|Categories: جوړول|

د خوړو بدل کې د کار پروګرام له لارې به له پنځوس زرو ډير کسان په کار بوخت شي

سه شنبه ۱۴ سلواغه ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ په وړاندیز او د افغان ولسمشر په لارښوونه د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د زیتونو په بڼونو کې له پنځوس زرو ډيرو کارګرو ته د کار زمینه برابره او د کار په بدل کې غنم ورکول کیږي. د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مسوولین وایي دغه پروګرام چې د زیتونو په څلورګونو فارمونو کې پېل شوی، له لارې به يې ۵۴ زره کسان په کې په کار بوخت شي او د کار په بدل کې به د ورځې هر تن ته ۷کیلو ګرامه غنم ورکول شي. دا کارګر د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) په اړوند زیتون بڼونو کې په شاخ برۍ، چونه کارۍ، ویالو ویستو او داسې نورو اړینو چارو بوخت دي، چې له یوې خوا دا چاره د زیتون او نورو بڼونو د حاصلاتو د ډیروالي لامل او له بل پلوه له بې کارۍ سره د مبارزې لپاره اغېزمنه تمامیږي.

فبروري 2nd, 2021|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|
Go to Top