د درېيم فارم شته قوريو د لا ودې لپاره اړونده اګروتخنیکي چارې په چټکۍ سره روانې دي
شنبه ۲۵ سلواغه ۱۳۹۹ له کله نه چې ننګرهار کانال د ملي پراختیا شرکت برخه شوه کارونه يې منظم ، لا مسلکي او د ودې په حال کې دي ، ننګرهار کانال شرکت چې په هیواد کې د کرنیزو محصولاتو او تولیداتو لوی دولتي شرکت دی؛ زیاته پاملرنه ورته کولی شي د کرنیزو محصولاتو، تولیداتو او تازه میوو په برخه کې هیواد په ځان بسیا کړي. د درېیم فارم مسوولین وايې چې د تېرې اونۍ راهيسی يې ددغه فارم په قوریو کې د کيمياوي سری کارونې چارې د مالټه باغونو ونو د تقويه کولو، ښی ودې او په زړه پوری حاصلاتو ترلاسه کولو په هدف پېل کړي او د روانې میاشتې تر پایه به دوام وکړي. مسوولین زیاتوي چې مالټه باغونو او نورو بوټو ته کیمیاوي سرو کارونه کولای شي چې یاد حاصلات څو برابره لوړ کاندي او درنو هېوادوالو ته خپله وطني تولیدات وړاندی شي.
د کندهار په تختې پل ولسوالۍ کې د یو جومات ودانیزې چارې روانې دي
پنجشنه ۲۳ سلواغه ۱۳۹۹ د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې د ملي پراختیا شرکت لخوا پر یو شمېر ودانیزو پروژو کارونه روان دي،چې له ډلې یې همدا د تختې پل جومات دی. د یاد جومات مالي لکښت د ملي پراختیا عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي او ودانیزې چارې یې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا پرمخ وړل کېږي. د مګړۍ جومات پر بیلابیلو برخو کار روان دی او له بشپړېدو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
کندز کې د یو ټولنیز سالون ودانیز کارونه په بشپړېدو دي
پنجشنبه ۲۳ سلواغه ۱۳۹۹ ملي پراختیا شرکت د ښو خدمتونو او خلکو ته د کار برابرلو په پار په کندز کې د څو ټولګټو پروژو د پلي کولو په حال کې دی، چې له ډلې یې یو هم همدا ټولنیز سالون دی. یاد سالون په ۶۹۰ متر مربع ځمکه کې د ۱۰۰۰ کسانو په ظرفیت د کندز په مرکز کې جوړ شوی. د دې سالون مالي لکښت د ملي پراختیا عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي او ودانیز کارونو یې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا پرمخ وړل کېږي. ملي پراختیا شرکت په ټول هېواد کې د داسې پروژه د پلي کولو په حال کې دی، چې خلکو ته د کار برابرلو سربېره به یادو برخو کې د هېوادوالو ستونزې هم حل شي.
د ننګرهار کانال شرکت اړوند ۲۰ زره جریبه ځمکې خړوبېدل
چهارشنبه ۲۲ سلواغه ۱۳۹۹ د ننګرهار وادی کرنیز شرکت "کانال" اړوند ۲۰ زره جریبه ځمکې خړوبولو په موخه د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت سره د لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. یاده پروژه د اسیایي پراختیايي بانک په مالي لګښت، د هډې فارم په سیمه کې د سولر تختو په نصبولو د ۱.۲ میګاواټه بريښنا په ظرفیت سره د پنځو واټرپمپونو په وسیله به ۲۰ زره جریبه ځمکه خړوبوي د یادې پروژې په پرانیستو سره به د ملی پراختیا شرکت د ننگرهار وادی کرنیز شرکت اړوند هډې فارم ځمکو حاصلات به څو چند زیات شي او ترې به ۲۰ زره کسان په مستقیم او ۸۶۰۰ کسان په غیر مستقیم توګه ګټه واخلي. د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د هډې فارم له ۴ زرو هکتاره ځمکې څخه یوازې ۱۶ سوه هکتاره ځمکه خړوبېده، چې د دې پروژې له پرانیستې څخه وروسته به ټول ۴ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي، چې له امله یې د سمسورتیا او د زراعتي محصولاتو په تولید کې به ډېروالی راشي.
د هلمند ولایت لوبغاړي یو معیاري جمنازیم ته لاسرسي مومي
سه شنبه ۲۱ سلواغه ۱۳۹۹ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د لوبو د یو سمبال جمنازیم پرانیستلو سره به، ددې ولایت ځوانان وشي کولی د ورزشي پروګرامونو او لوبو په لار اچولو کې ورڅخه ګټه واخلي. دا جمنازیم په یو وخت کې د ۱۵۰۰ تنو سیلانیانو د ځاییدو وړتیا لري او ودانیز کارونه یی د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز شرکت لخوا پلې کیږي چی کارونو له بشپړیدو وروسته، د لوبو ترسره کولو ته چمتو او پرانیستل شي.
د کنړ په خاص کنړ ولسوالۍ کې د یو جومات ودانیزې چارې روانې دي
دوشنبه ۲۰ سلواغه ۱۳۹۹ د کنړ په خاص کنر ولسوالۍ کې د یو جومات ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت لخوا روان دی، چې په یو وخت کې ترې ۶۰۰ لمونځ کوونکي ګټه پورته کولای شي. یاد جومات د ۳۷۷ جوماتونو له ډلې څخه یو دی، چې د ولسمشر د لارښونې پر بنسټ د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا د هېواد په کچه جوړېږي. همداراز په یاد ولایت کې د نورو جوماتونو ودانیزې چارې هم روانې دي.






