کندز کې د یو جمنازیوم ودانیز کارونه روان دي او په نېږدې وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
پنجشنبه ۳۰ سلواغه ۱۳۹۹ یاد جمنازیوم د کندز په مرکز کې ودانېږي، چې لوبغاړو ته د لوبو کولو اسانتیا برابروي او د پاتې ۱۰ سلنې کارونو له بشپړېدو وروسته به پرانیستل شي. د جمنازیوم مالي لګښت د ملي پراختیا عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي او ودانیز کارونه یې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا پر مخ وړل کېږي. همداراز په کندز کې د ملي پراختیا شرکت لخوا د څو نورو پروژو ودانیز کارونه هم روان دي لکه: د ولسوالیو په مرکزونو کې جوماتونه، د پوهنتون لیلیه او څو نورې ټولګټې پروژې.
کندهار کې په دوه بابه لیلیو کار روان دی
پنجشنبه ۳۰ سلواغه ۱۳۹۹ په کندهار ولایت کې د جمهوري ریاست د عملیاتي ادارې په مالي لګښت د ملي پراختیا شرکت له خوا په دوه بابه لیلیو ودانیز کارونه روان دي. دا لیلېې په ۶۰۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې، له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې، چې هره یوه به ېې ۱۰۰۰ محصلینو ته د اوسیدو زمینه برابره کړي جوړیږي. یادی لیلیی د کندهار پوهنتون او د طب پوهنځي د محصلینو لپاره په پام کې نیول شوي دي.
د کمال خان بند څخه د ۲۴۶ کیلومتر په اوږد والي سره د کانالونو ودانول
چهار شنبه ۲۹ سلواغه ۱۳۹۹ د کمال خان له بند څخه د ترکو او قلعه افضل کانالونو ودانیز کارونه ۵۳ سلنه د ۹۳ کیلومتر په اوږودالي سره پرمختک کړی. د دې کانالونو په جوړولو سره به ۴۹۳۹۷ هکتاره شاړه ځمکه به په نیمروز کې کښت ته تیاره شي. د دې کانالونو مالي لکښت ۹.۹ میلیارد افغانۍ کېږي، چې د هېواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او ودانیز کارونه یې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا پر مخ وړل کېږي. له یاد کانالونه څخه به ۴۹ زره کورنۍ په مستقیمه توګه ګټه واخلي. کمال خان بند د هېواد یو له سترو پروژو څخه دی، چې په دې وروستیو کې د اوبو اخیستنې لړۍ یې هم پیل شوې.
هلمند کې د علامه محمد ابن حبان بستي تالار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د علامه محمد ابن حبان بستي ټولنیز سالون ودانیز کارونه د هلمند د حج او اوقافو په ریاست کې د ۱۰۰۰کسانو په ظرفیت سره بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد تالار په پرانیستې کې د هلمند والي په ګډون ګن شمېر حکومتي چارواکو ګډون کړی وه، د دې ټولنیز سالون د جوړولو چارې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا پر مخ وړل شوی.
لوګر کې د مېلمستون ودانیز کارونه روان دي
د ولایت مقام پخواني ودانۍ تر څېرمه د مېلمستون ودانیز کارونه په ۸۴۰ متر مربع ځمکه کې د ۱۲ خوب خونو، یو طعام خونه پخلنځای او نورو ضروري برخو په درلودو سره روانې دي. د یاد مېلمستون مالي لکښت د ملي پراختیا عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي او ودانیز کارونه یې د ملي پراختیا شرکت د افغاني تصدۍ لخوا پر مخ وړل کېږي.
پنجشیر کې د جومات ودانیز کارونو پرمختک
سه شنبه ۲۷ سلواغه ۱۳۹۹ په بنجشیر کې د ملي پراختیا شرکت د څو ټولګټو پروژو له ډلې څخه یو هم جامع جومات دی، چې ودانیز کارونه به یې په نېږدې وخت کې بشپړې شي. یاد جومات د پنجشیر په بازارک کې په ۱۶۰۰ متر مربع ځمکه کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت سره په دو پوړونو کې جوړېږي. د جامع جومات ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا پر مخ وړل کېږي. د یادونې وړ ده چې په پنجشیر کې له یاد جومات سربېره په یو ټولنیز سالون او د ولسوالیو په مرکزونو کې په شپږو جوماتونو هم ودانیز کارونه روان دي. همداراز په پیشغوري ولسوالۍ کې د پنځو جوماتو او په روغتون د دو انتظار خونو ودانیز کارونه څه موده مخکې پشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.






