Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

بدخشان ولایت کې د ټولنیزو ستونزو د حل صالون

سه شنبه ۵ کب ۱۳۹۹ د بدخشان ولایت مرکز کې د یو باب ټولنیز صالون چې په نږدې ۷سوه مربع متره مساحت ځمکه کې جوړ شوی او په یو وخت کې د ۱۰۰۰کسانو د ځاییدو وړتیا لري کارونه بشپر او پرانیستو ته چمتو دی. د وخت په معیارونو سره برابر دا ټولنیز صالون چې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پای ته رسول شوي، خلکو ته به د ټولنیزو ستونزو د حل اړوند ناستو او غونډو د ترسره کولو په برخه کې آسانتیا رامنځته کړي. ددې صالون مالي لګښت د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له لورې ورکول شوی او له دې سربیره بدخشان ولایت کې په څو نورو ودانیزو پروژو هم کارونه روان دي.

فبروري 23rd, 2021|Categories: جوړول|

په غزني کې د الجهاد جومات ودانیز کارونه په تکمیلدو دي

سه شنبه ۵ کب ۱۳۹۹ په غزني د الجهاد جومات چې د اعلی حضرت محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې جوړ شوی وه، د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال پرې د الجهاد نوم پرې کېښودل شو. ولسمشر محمد اشرف غني غزنې ته د سفر پر مهال ژمنه وکړه چې یا جومات به په اساسي ډول ورغول شي. له ژمنې سره سم د الجهاد جومات ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا د ملي پراختیا عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ پیل شو. الجهاد جومات په درېیو پوړونو کې د ۶۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت سره ودان شوی چی کارونه یی مخ په بشپړېدو دي. همداراز د غزني په لسو ولسوالیو کې د لسو جوماتونو ودانیز کارونه هم روان دي، چې ډېر ژړ به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ملي پراختیا شرکت په هېواد کې د سترو ملي پروژه تطبیق تر څنګ، په هېواد کې د ۳۸۴ جوماتونو ودانیز کارونه هم روان کړي.

فبروري 23rd, 2021|Categories: جوړول|

په ننګرهار ولایت کښې د پاچاخان مقبره

په ننګرهار ولایت کښې د پاچاخان مقبره چی د ودانې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنایی ساختماني شرکت له خوا او د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ په تیر نیږدي وخت کښې تر سره شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

فبروري 23rd, 2021|Categories: جوړول|

کندهار کې د آسان خدمت د عامه چوپړتیاوو مرکز د ترمیم او بیارغونې چارې

دوشنبه ۴ کب ۱۳۹۹ د عامه خدمتونو د پروسو را لنډولو، برېښنايي کولو او تر یوه چتر لاندې راټولولو په موخه، د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۹مه، د هیواد ولسمشر محمد اشرف غني د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته لارښوونه کړې چې خپل مرکزونه (آسان خدمت څانګې) ولایتونو ته وغځوي. په همدې موخه کندهار ولایت کې د آسان خدمت د عامه چوپړتیاوو ودانۍ د ترمیمولو تړون د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز دستګاه سره ترسره شو چې دا مهال اساسي ودانیز کارونه یی تکمیل شوی او دیر ژر به ګټی اخستنی ته ولاندی شي. دا ودانۍ د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې په مالي ملاتړ د څه کم ۳۴میلیونه افغانیو په لګښت په دوه پوړونو کې جوړیږي چې شاوخوا ۳۶ اداري او اړتیا وړ خونې لري او په پرمختللې ټکنالوجي به سمبال وي. همداراز د یادونې وړه ده چې دمګړۍ په کندهار ولایت کې د ملي پراختیا شرکت لخوا په څو لویو ودانیزو پروژو کارونه روان دي، چې د ځينو ودانیز کارونه به ېې په لنډ وخت کې پای ته ورسیږي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

فبروري 22nd, 2021|Categories: بیارغونه|

د خوړو په بدل کې د کار پروګرام پرکارګرو د غنمو ویش لړۍ پېل شو

یکشنبه ۳ کب ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت اړوند ننګرهار کانال په څلورګونو فارمونو کې د خوړو په بدل کې د روان پروګرام له لارې پرکارګرو دغنمو ویش لړۍ د هډې فارم امریت څخه پېل شوۍ. د هډې فارم مسئولین وايې چې ۵۴۱ تنو روزمزد کارګرانو د یوې میاشتې په موده کې ۹۸ ټنه غنم وویشل شوه. دغه روزمزد کارگران د هډې فارم امریت د زېتون بڼونو، خرما بڼ، عبدالخېلو ساحه او نورو بلاکونو کې ټول اګروتخنیکي فعالیتونه لکه شاخه بري ، نرمکاري، سرې ورکوونه، ملهمکاري، چونه کاري او نور فعالیتونه د موظفو او مسلکي انجنیرانو تر نظارت لاندې ترسره کول. هېره دې نه وي د خوړو په بدل کې د کار پروګرام له لارې به شاوخوا ۵۴ زره کسانو ته د ورځې یو من غنمو په بدل کې د کار زمینه برابره شوی .

فبروري 21st, 2021|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

د کنړ ولایت مرورې ولسوالۍ کې جومات

ددې جومات ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت، د بنايي ودانیز تصدی پرمخ وړي.

فبروري 21st, 2021|Categories: جوړول|
Go to Top