Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د سردار محمد داود خان پر مقبرې د ودانیز کارونو۶۵ سلنه پرمختګ

سه شنبه ۱۲ کب ۱۳۹۹ د هېواد لومړي ولسمشر سردار محمد داود خان د مقبرې ودانیز کارونه چې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا پرمخ وړل کېږي، ۶۵ سلنه بشپړې شوي. یاده پروژه د تاج بېګ په تپه کې د ۵۷۵۰ مترمربع ځمکې په مساحت سره ودانېږي، چې ۳ لوی سالونونه،۲ کتاب خونې، ۲ نندارتونونه، پخلنځای، طعام خونه، ۴ اداري خونې، دهلیزونه، تشنابونه او د مقبرې د محوطې سرکونه پکې دې، مالي لکښت یې د ملي پراختیا عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي. ملي پراختیا شرکت د څو تاریخي او ملي شخصیتونو د مقبرو ودانولو مسوولیت لري.

مارچ 2nd, 2021|Categories: بیارغونه|

د کنړ ولایت مرکز کې لوی جومات

دوشنبه ۱۱ کب ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت لخوا د کنړ ولایت په مرکز کې، د یو باب جامع جومات ودانیزې چارې په بشړیدو دی. یاد جومات د ولسمشر محمد اشرف غنی په لارښوونه، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا جوړیږي. ددې جومات تر څنګ د کنړ ولایت په ولسوالیو کې هم د شپږ محرابه جوماتونو او یو شمیر نورو ودانیزو پروژو چارې روانې دي چې ځینې به ېې په راتلونکو څو میاشتو کې پرانیستل شي.

مارچ 1st, 2021|Categories: جوړول|

د لوی څارنوالۍ د الحاقیه بلاکونو د جوړولو کارونه روان دي

یکشنبه ۱۰ کب ۱۳۹۹ د لوی څارنوالۍ د درې الحاقیه بلاکونو ودانیزې چارې چې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي په ښه توګه پرمخ روانې دي. دا بلاکونه چې د پلازمېنې زون پراختیا ادارې له لوري طرحه، ډیزاین او تمویلوېږي، ودانیز کارونه به ېې څه کم دوه کاله وخت ونیسي خو د ملي پراختیا شرکت ژمن دی چې د ودانیزو معیارونو په پام کې نیولو سره ېې هر څه ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري. دې عدلي بنسټ لپاره ددې اداري کمپلکس جوړیدل او درلودل خورا اړین بلل کیږي چې له جوړیدو سره به په اداري امکاناتو او تجهیزاتو سمبال شي او تر ډير بریده به اړونده اداري کارونه په آسانتیا سره ترسره شي. دمګړۍ دیادو ودانیو په بیلابیلو برخو او پوړونو کې مختلفه ودانیزې او تخنیکي چارې روانې دي چې لسهاوو تنه پکې په کار بوخت دي.

فبروري 28th, 2021|Categories: جوړول|

له کاري ساحو څخه د ملي پراختیا شرکت د رییسانو او مسوولینو لیدنه

شنبه ۹ حوت ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت او جمهوري ریاست عملیاتي ادارې ګډ پلاوی د رییسانو او مسوولینو په ګډون، د ملي پراختیا شرکت د کاري زونونو د پروژو له کاري بهیر څخه د نظارت په پار د سفر لړۍ پیل کړه. په دې سفر کې د پروژو د نظارت سربېره به د بشپړ شویو پروژو پرانیسته او تسلیمي او همداراز له محلي چارواکو سره لیدنه وشي. ملي پراختیا شرکت اوس مهال په لسو کاري زونونو کې د جمنازیومونو، جوماتونو او انتظار خونو ودانیز کارونه بشپړ کړې دي.

فبروري 28th, 2021|Categories: راپورونه|

کندهار کې د یو جمنازیوم ودانیز کارونه په بشپړېدو دي

لوبغاړو ته د لوبو کولو اسانتیا برابرولو په پار، د کندهار په مرکز کې یو جمنازیوم د ۱۵۰۰ تنو سیلانیانو په ظرفیت سره جوړېږي. یاد جمنازیو د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا د ملي پراختیا عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ جوړېږي.

فبروري 24th, 2021|Categories: جوړول|

د ننګرهار جامع جومات ودانیز کارونه په بشپړېدو دي

د ننګرهار په مرکز کې د جامع جومات ودانیز کارونه په پشپړېدو دي او په نېږدې وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یاد جومات ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا پر مخ وړل کېږي.

فبروري 24th, 2021|Categories: جوړول|
Go to Top