Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

له سالنګونو څخه لوړ پوړي پلاوي لیدنه وکړه

سه شنبه ۱۹ کب ۱۳۹۹ تیره ورځ د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي مشر عبدالرحمن عطاش، د ټولګتو وزارت مرستیالانو پوهنیار انجنیر پاینده محمد انوري او ډیپلوم انجنیر عبدالقیوم ځاځی له سالنګونو څخه لیدنه او هر اړخیزه ارزونه وکړه. په یاد سفر کې تخنیکي انجنیرانو هم ګډون درلود چې د سالنګونو له سرک، پلونو، ګالریو، تونل، د هوا پېژندنې له سټیشن، د ژغورنې خونو، او د سالنګونو له ریاست څخه لیدنه او ارزونه وشوه او اړوندو مسولینو ته سپارښتنه وشوه چې د تخریب شویو پلونو او لارې بیارغونه وشي، ترڅو دا لویه لاره شپه او ورځ د هېوادوالو پر مخ پرانیستې وي. همداراز د سالنګونو د نوي تونل د سروې او ډیزاین چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوي، چې له امله یې د شمال او مرکز ترمنځ لاره به لا لنډه او خوندي شي.

مارچ 9th, 2021|Categories: راپورونه|

کنړ کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت د یوه جومات ودانیزې چارې په بشپړېدو دي

سه شنبه ۱۹ کب ۱۳۹۹ د نورو ولایتونو په څیر په کنړ کې هم ملي پراختيا شرکت د جمهوري رياست عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ یو دوه پوړ لوی جومات، چې په یو وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځاییدو ظرفیت لري، ودانیز کارونه يي په بشپړېدو دي. یاد جومات چې د کنړ په مرکز اسعد آباد په سالار باغ په سیمه کې په ۱۶۰۰ متر مربع ځمکه کې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا ودانېږي. همداراز په کنړ کې د یادې پروژې سربېره په دوو روغتونو، یو ټولنیز مرکز، یو ورزشي سالون او د سید جماالدین افغان پوهنتون کې په یو لیلېې هم ودانیز کارونه روان دي. څه موده وړاندې د روغتون لپاره یو انتظار خونه د کارونو تر بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

مارچ 9th, 2021|Categories: جوړول|

په کندهار کې د ۱۵۰۰ لیدونکو په ظرفیت جمنازیوم بشپړ شو

یکشنبه ۱۷ کب ۱۳۹۹ د لوبغاړو د ستونزو د حل، د ځوانانو د هڅونې او لوبغاړو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار په کندهار ولایت کې د یو جمنازیوم چارې چې مخکې پیل شوی وی پشپړې شوې. د یاد جمنازیوم مالي لګښت د ملي پراختیا عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي او ودانیزې چارې یې د ملي پراختیا شرکت د بنائي شرکت لخوا پر مخ وړې. یاد جمنازیوم چې په ۱۹۵۰متر مربع ځمکه کې جوړېږي چې په یو وخت کې به د ۱۵۰۰ لیدونکو ظرفیت ولري.

مارچ 7th, 2021|Categories: جوړول|

په کندز کې ورزشي جمنازیوم

د کندز په مرکز کې جمنازیو د ځوانانو هڅونې په پار د ملي پراختیا شرکت د بنائي شرکت لخوا ودانېږي. د یادې پروژې ودانیز کارونه په بشپړېدو دي او په نېږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

مارچ 6th, 2021|Categories: جوړول|

په کندز ولایت کې د محمد فاتح جامع جومات د جوړولو چارې مخ په خلاصېدو دي

پنجشنبه ۱۴ کب ۱۳۹۹ دکندز ولایت په مرکز کې د یوه جومات د جوړولو چارې مخ په خلاصېدو دي. یاد جومات چې په یو وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري د ملي پراختیا شرکت د بنایي شرکت له خوا جوړیږي. دا جومات دوه پوړونو کې په ۱۶۰۰ متر مربع ځمکه د جمهوري ریاست د عملیاتي اداری په مالي لګښت جوړشوۍ.

مارچ 6th, 2021|Categories: جوړول|

زابل کې د یو باب سل بستریز روغتون ودانیز کارونه روان دي

پنجشنبه ۱۴حوت ۱۳۹۹ په زابل ولایت کې د یو باب سل بستریز روغتون ودانیزې چارې دوام لري، چې د کویډ ۱۹ ناروغۍ د درملنې تر څنګ به، په نورو روغتیايي برخو کې هم خدمات وړاندي کړي او هڅه کیږی چې په خپل ټاکلي وخت ېې کارونه بشپړ شي. دا روغتون چې له وړاندې جوړو ودانیزو ټوټو څخه په ګټې اخیستنې سره ودانیږي؛ عملیات خونه، او پي ډي، اکسرې او عاجله څانګه، لابراتوار، د وینې بانک، درملتون او نورې اړینې برخې لري. ددې پروژې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت اړوند د کور جوړونې شرکت لخوا پلې کیږي چی مالي لګښت یی د آسیا پراختیايي بانک لخوا ورکول شوی.

مارچ 4th, 2021|Categories: جوړول|
Go to Top