د پکتیا ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د یوه جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه
یکشنبه ۲۴ کب ۱۳۹۹ په پرلپسې توګه د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د ۳۷۷ جوماتونو جوړلو په لړۍ کی، دا ځل د پکتیا ولایت په احمد خیلو ولسوالۍ کې د یوه جومات د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه. د یاد جومات د کار پیل پرون شنبې د احمد خیلو د اوقافو مدیر، د بنائي ودانیز تصدۍ مسوولینو او سیمه ییزو مشرانو په شتون کې وشوه. دا جومات د هغو ۳۷۷ جوماتونو له ډلې څخه یو دی، چې د هېواد په کچه په ټولو ولسوالیو کې د ملي پراختیا شرکت لخوا د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي ملاټړ جوړېږي. ددې ټولو جوماتونو ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنائي ودانیز تصدۍ لخوا پرمخ وړل کېږي، ددې ترڅنګ چې خلکو ته به کاري بوختیا رامنځته کړي په اړوند برخو کې به د خلکو ستونزې هم حل کړي.
خوست ولایت کې د ټولنیزو ستونزو د حل صالون
یکشنبه ۲۴ کب ۱۳۹۹ د خوست ولایت مرکز کې د یو باب ټولنیز صالون چې په نږدې ۷ سوه مربع متره مساحت ځمکه کې جوړ شوی او په یو وخت کې د ۱۰۰۰ کسانو د ځاییدو وړتیا لري کارونه بشپر او پرانیستو ته چمتو دی. د وخت په معیارونو سره برابر دا ټولنیز صالون چې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې شرکت لخوا پای ته رسول شوي، خلکو ته به د ټولنیزو ستونزو د حل اړوند ناستو او غونډو د ترسره کولو په برخه کې آسانتیا رامنځته کړي. ددې صالون مالي لګښت د جمهوري ریاست عملیاتي او ملاتړې ادارې له لورې ورکول شوی او له دې سربیره خوست ولایت کې په څو نورو ودانیزو پروژو هم کارونه روان دي.
د ونو کېنولو ملی ورځ په پار
نن د ملي پراختیا شرکت د بنائي ودانیز شرکت لخوا لغمان کې د عیدګاه جومات په انګړ او شنه ساحه کې د ونو کېنولو نړۍ والې ورځې په پار ونې کېنول شوې.
ننگرهار کی د ملي پراختيا شركت اجرایوي مشر د یو شمېر شرکتونو مسوولینو، قراردادیانو او سوداګرو سره ناسته ترسره کړه
چهار شنبه ۲۰ کب ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي مشر عبدالرحمن عطاش او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کانال شرکت د ۱۲مالټه باغونوقراردادیانو او یو شمېر سوداګرو سره په ناسته کې د هغوي ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې له نږدې واورېدې او د حل په موخه يې اړونده مسوولینو ته لازمې سپارښتنې او هدایت وکړه. عبدالرحمان عطاش پخپلو خبرو کې د مالټه باغونو قراردادیانو ته وویل: د شوو قراردادونو د مادو له مخې تاسو اړ یاست چې په شته مالټه باغونو کې د ونو سمه ساتنه، پالنه او په وخت ورته اړونده اګروتخنیکي فعالیتونه ترسره کړۍ. د نوموړي په ټکو د عوایدو په وخت تحویلول او د اصولو او مقراراتو سره سم چلند موږ اړ کوي چې غوره قراردادي وستایو او د پرمختګ لپاره يې لازم اقدامات ترسره کړو. د ملي پراختیا شرکت اجرایوي مشر دا هم وویل چې خصوصي سکټور سره د نږدې نه کار او ورته وده ورکول يې د پلان برخه ده او دې برخې ته به لازم اقدامات وکړي چې هم مو هېواد آباد او هم مو د بې روزګارۍ کچه راټيټه شوي وي.
په ننګرهار کې د ملي پراختیا شرکت له پروژو څخه لیدنه وشوه
ننګرهار ته په سفر کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیو مشر او ورسره مل پلاوی، په ننګرهار کې د ملي پراختیا شرکت له پروژو څخه لیدنه او ارزونه وکړه. په دې سفر د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیو مشر د ننګرهار له والي ضیاءالحق امرخیل سره هم ولیدل. د ننګرهار والي د تورخم ښارګوټي کې د ۲ کیلومتر سرک، پچیراګام کې د پچیر ملا صیب مدرسې د پاتې چارو بشپړېدو او اګام پاچا صیب جومات د ودانیز چارو پیل کېدو غوښتنه وکړه. ښاغلي امرخیل د ملي پراختیا شرکت له عمومي اجرائیو مشر څخه مننه وکړه، چې د شاهي ماڼۍ، سپین جومات، ۶ سوه بستریز روغتون، د نجونو لیلیه او د کانال اړوند بېلابېلو برخو چارې یې ګړندي کړي دي. د ملي پراختیا شرکت عمومي احرائیوي مشر عبدالرحمن عطاش ډاډ ورکړ چې ژر به په تورخم ښارګوټې کې د ۲ کیلو متره سړک چارې پیل کړي، همداراز یې اړوندو مسوولینو ته هر اړخیزه لارښوونه او سپارښتنه وکړه چې د پچیر ملا صیب مدرسې پاتې چارې او اګام پاچاصیب جومات جوړولو چارې ژر تر ژره پیل کړي. ښاغلي عطاش د کانال اړوند د ماهیانو، مالدارۍ او نورو برخو د پیاوړي کولو څخه هم خبر ورکړ, چې له امله به یې دې ولایت کې زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.
په کنړ کې د ملي پراختیا شرکت له پروژو څخه لیدنه وشوه
سه شنبه ۱۹ کب ۱۳۹۹ کنړ ته په سفر کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوی مشر عبدالرحمن عطاش او ورسره مل پلاوی یې د ملي پراختیا شرکت له پروژو څخه لیدنه او ارزونه وکړه او همداراز یې اړوندو مسوولینو ته هر اړخیزه سپارښتنه وکړه. په یاد سفر کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوی مشر د کنړ ولایت له والي محمد اقبال سعید او یو شمېر سپینږیرو او قومی مشرانو سره وکتل او د هغوی غوښتنې یې واورېدې. دا مهال په کنړ کې د دوه سوه بستریز روغتون او لیلیې ترڅنګ د ملي پراختیا شرکت له لوري د ۱۴ جماتونه او د ورزشي جمنازیوم د جوړېدو چارې دوام لري چې په بشپړیدو سره به یې په بېلا بېلو برخو کې خلکو ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.






