Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د کمال خان بند د ترکو او قلعه افضل کانالونو ودانیزې چارې په شدت سره روانې دی

چهارشنبه ۴ حمل ۱۴۰۰ د دې کانالونو په جوړولو سره به ۴۹۳۹۷ هکتاره شاړه ځمکه د په نیمروز ولایت کې زراعت ته چمتو شي. د دې کانالونو ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا پر مخ وړل کېږي چې مالي لګښت یې د هېواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي. له یاد کانالونه څخه به ۴۹ زره کورنۍ په مستقیمه توګه ګټه واخلي. کمال خان بند د هېواد یو له سترو پروژو څخه دی، چې په دې وروستیو کې یې د اوبو اخیستنې لړۍ هم پیل شوې دی.

مارچ 24th, 2021|Categories: راپورونه|

ننګرهار وادي کرنيز شركت په صنعتي او فرهنګي اونۍ او بزګر جشن لمانځلو کې پراخه ونډه واخیسته.

سه شنبه ۳ وری ۱۴۰۰ په ننګرهار کې صنعتي او فرهنګي اونۍ د بزګر جشن په لمانځلو او د وطني توليداتو نندارتون په پرانیستلو سره پيل شوه چې په کې د ننګرهار والي، ننګرهار کانال شركت رهبرۍ او نورو مسوولينو، د ولايت مرستيالانو، د ادارو مسئولينو، ولایتي شورا غړو، بزګرانو او سلګونو نورو بېلابېلو قشرونو ګډون کړی و چې د ويناو سربېره په کې د بزګر اړوند ترانې، تياتر، اتڼ نندارې او نورې مېلې تر سره شوې. د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل د نوي کال او بزګر ورځې له امله ټولوهېوادوالو او بزګرانو ته مبارکي ورکړه، هيله يې وښوده چې سږنی کال د سولې، امن او ابادۍ په پيلامې بزګر لپاره د ځانګړو پرمختګونو او لاسته راوړنو ډک کال اوسې. نوموړي زياته کړه، چې د نوي کال په مناسبت يې صنعتي او فرهنګي اونۍ پيل کړې، چې په ۱۲۰ غرفو کې بېلابېل وطني توليدات، خواړه، تاريخي اثار او نور توکي نندارې ته ايښودلي شوي . د ننګرهار کانال شرکت سرپرست ريس ذبيح الله فضلي د نندارتون څخه د لېدنې پر مهال وويل، چې بزګر د ټولنې هغه قشر دی چې د خپلو لاسونو په تڼاکو کولو، خولو تويولو او ستړياو ګاللو سره د ټولنې د نورو قشرونو دسترخوان ډک ساتي، له همدې امله يې ډاډ ورکړ چې ۱۴۰۰م کال به د ننګرهار کانال شركت د پرمختګ او غوړېدا کال وي. د ننګرهار والي او د نندارتون برخه والو د کانال [...]

مارچ 24th, 2021|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

په کنړ ولایت کې د ۲۰۰بستره روغتون

د هیواد په کچه د معیاري روغتیايي چوپړتیاوو د برابرولو په موخه، په کونړ ولایت په یو باب ۲۰۰ بستره روغتون ودانیزې چارې روانې دي. ددې روغتون ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ساختماني شرکت لخوا پلې کیږي.

مارچ 24th, 2021|Categories: جوړول|

د ننګرهار کانال شرکت میلمستون او رستورانټ بیا ځلی فعالیږی

پنجشنبه ۲۸ کب ۱۳۹۹ د ننګرهار کانال د هډې فارم میلمستون او رستورانټ چې د څو کلونو را پدیخوا غېر فعال وه په عصري وسایلو او سیستمونو سمبال بیا ځلي فعالېږي. یاد میلمستون ۱۶ د هستوګنې خوني او یاد رستورانټ دوه تالارونه، شین چمن او اړین محلقات لري دغه دواړه تعمیرونه په ۱۳۴۲ ه ش کال کې هغه مهال د بهرنیو او د وخت چارواکو لپاره جوړ شوي کومو چې به د کانال څخه لېدنه کوله او د کانال د پراختیا او سمون لپاره به یې برنامې جوړولی. په یاد میلمستون او رستورانټ کې به د ننګرهار کانال پرسونل په منظم توګه غونډې، ناستې، کنفرانسونه او ورکشاپونه ترسره کوي.

مارچ 20th, 2021|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

کندهار کې د میر هزار تاریخي جومات د ترمیم او مرمت چارې په بشپړېدو دي.

چهارشنبه ۲۷ کب ۱۳۹۹ د میرهزار تاریخی جومات د کندهار په دویمه ناحیه کې په۷۶۷ متر مربع ځمکه کې د ملي پراختیا شرکت د افغاني تصدۍ لخوا د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ بیارغول کېږي. ملي پراختیا شرکت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لسهاوو ودانیزو او ټولګټو پروژو سربیره، د تاریخي آبدو د بیارغونې چارې هم پرمخ وړي، چې له یوې خوا خلکو ته کاري بوختیا او له بلې خوا د هېواد د آبادۍ او تاریخي هویت د ژوندي ساتلو لامل کېږي.

مارچ 17th, 2021|Categories: بیارغونه|

د ننګرهار کانال شرکت د شنو خونو حاصلات رسېدلي

سه شنبه ۲۶ کب ۱۳۹۹ د ننګرهار کانال شرکت مسوولین ددغه شرکت هډې فارم امریت دوهم بلاک کې د شنو خونو د حاصلاتو د رسېدو خبر ورکوي او وایي چې ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي. د ننګرهار کانال شرکت سرپرست او مرستیال انجنیر ذبیح الله فضلي وايي، چې د ننګرهار کانال شرکت په شنوخونو کې بادرنګ، ټندۍ، دولمه مرچ، رومیان کرل شوي دي، چې اوس مهال د بادرنګو او ټنډیو حاصلات رسېدلي دي او نږدو ورځو کې به د درنو هېوادوالو خدمت ته هم وړاندې شي. د فضلي په ټکو چې نورو کلونو کې به دهېواد دنورو ولایتونو تر څنګ ان له همسایه هېوادونو هم بادرنګ دې ولایت ته وارېدېدل، خوسږکال به د ننګرهار کانال شرکت د شنو خونو له دودېدو سره سم اوس د جلال آباد ښار هټیوال او د سبزیجاتو کاروباریان تر ډېره بریده اړنه وي ، چې د نورو ولایتونو او هېوادونو محصولات وپلوري او رايې وړي . د فضلي په وینا : د ملي پراختیا شرکت برخې یانې ننګرهار کانال شرکت هلې ځلې کوي تر څو په هر موسم کې تازه سبزیجات مارکېټ ته وړاندې کړي. چې له نېکه مرغه سږکال د د هډې فارم بادرنګ، ټنډۍ او نور د کال په دې موسم کې بازار ته وړاندې شي . د کرنې د برخې د کارپوهانو په وینا چې ننګرهار د هېواد په ختیځ کې پروت ولایت چې په زیاته اندازه خلک یې په [...]

مارچ 16th, 2021|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|
Go to Top