Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د د پکتیکا مرکز ښرنې کې یو باب ښوونځی به ډير ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

دوشنبه ۱۳ سلواغه ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت پکتیکا کې د یو شمیر نورو ودانیزو پروژو د پلې کولو تر څنګ، په مرکز ښرنه کې د یو باب دولس ټولګي ښوونځي ودانیز کارونه هم پای ته رسولي. د دې ښوونځي ودانیز کارونه د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت اړوند د بنايي ودانیز شرکت لخوا پرمخ وړل شوي دي. دا ښوونځی د مرکز ښرنې په خواجه خیلو کې په نږدې ۱۰۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې په دوه پوړیز شکل جوړ شوی؛ له ۱۲ درسي ټولګیو سربیره، کتابتون، کمپیوټر خونه، ادارې خونې، تشنابونه او نورې اړینې برخې لري. ####

فبروري 1st, 2021|Categories: جوړول|

د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د یو محراب جومات ودانیز کارونه روان دي

یکشنبه ۱۲ سلواغه ۱۳۹۹ د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ د درګۍ په کلي کې یو محراب جومات، چې ودانیز کارونه ېې د روان کال چنګاښ میاشت کې پیل شوي او تر دې دمه پکې ۴۲سلنه پرمختګ شوی؛ تمه ده له ټاکل شوي مهال ویش سره سم پرانیستل شي. دا جومات په ۶۵۰مربع متره مساحت ځمکه کې په یو پوړیز شکل، له ټولو اړینو برخو سره ودانیږي، مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه ادار ورکول کیږي. ددې جومات عملي چارې د ملي پراختیا شرکت اړوند د بنايي ودانیز شرکت پرمخ وړي او له دې سربیره دا شرکت په خوست ولایت کې ځينې نورې ودانیزې ټولګټې پروژې هم تر کار لاندې لري.

جنوري 31st, 2021|Categories: جوړول|

د شینوارو ولسوالۍ د هسکې مینې جودرې کلي جومات په بنسټیز ډول له سره جوړ شو

پنجشنبه ۹ سلواغه ۱۳۹۹ د ننګرهار ولایت کې د شینوارو ولسوالۍ د هسکې مینې جودرې کلي جومات له بیا ودانیدو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو. د دې جومات په پرانیست غونډه کې د ننګرهار والي، یو شمیر ولایتي او ځايي دولتي چارواکو، دې پروژه کې د ملي پراختیا شرکت ځايي مسئولینو، قومي مخورو، سپینږیرو او ځوانانو برخه اخیستې وه. د یادونې وړه ده دا جومات چې تیر کال د تلې میاشت کې د یوې چاودنې په پایله کې له منځه تللی وو او لسګونه لمونځ کوونکي پکې شهیدان شول؛ د ملي پراختیا شرکت، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ په بنسټیزه توګه بیا له سره ودان کړ.

جنوري 30th, 2021|Categories: جوړول|

د ملي پراختیا شرکت د خصوصي همکارو شرکتونو هرې ستونزې ته رسیدنه کوي

پنجشنبه ۹ دلو ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د خصوصي همکارو شرکتونو ستونزو او وړاندیزونو ته د رسیدنې په موخه نن د دې شرکت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ضیاءالله شفیق په مشرۍ ناسته ترسره کړه. د ستونزو د حل، وړاندیزونو او شکایتونو ته د رسیدنې په دې غونډه کې، چې د ښاغلي ضیاءالله شفیق ترڅنګ، اړوندو مسئولینو او د یو شمیر همکارو شرکتونو استازو په کې برخه اخیستې وه؛ د وړاندیزونو او شکایاتو د حل په موخه ټاکل شوي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې هر څه ژر لاس په کار شي او ستونزو ته رسیدنه وکړي. د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال د همکارو شرکتونو د استازو د وړاندیزونو او ستونزو له اوریدو وروسته، هغوی ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به ېې په وخت حل او رغنده وړاندیزونه به ېې اوریدل او پلې کیږي. ددې غونډې په پای کې د مسئولو څانګو آمرینو ته دنده وسپارل شوه، چې د یوې اونۍ په ترڅ کې د همکارو شرکتونو ټولو شکایتونو ته رسیدنه او ستونزې ېې حل کړي.

جنوري 30th, 2021|Categories: راپورونه|

د پکتیکا ولایت لوی جومات

چهار شنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۹ دا جومات چې ښرنې ښار ته نږدې په دوه پوړونو کې ودان شوی، پاتې ودانیزې چارې به ېې هم په کم وخت کې پای ته ورسیږي. ددې جومات عملي کارونه د ملي پراختیا شرکت اړوند د بنايي ودانیز شرکت لخوا پلې او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي. دا جومات چې په یو وخت کې به د شاوخوا ۲۰۰۰ تنه لمونځ کوونکو د ځائیدو وړتیا ولري، د ملا امام لپاره د اوسیدو خونه، اودس ځای، تشنابونه او نورې اړینې آسانتیاوې لري. له دې جومات سربیره پکتیکا ولایت او ولسوالیو کې د ملي پراختیا شرکت لخوا په څو نورو ودانیزو پروژ هم کارونه روان دي.

جنوري 27th, 2021|Categories: جوړول|

بادغیس کې د یو باب پنځوس بستریز روغتون ودانیز کارونه روان دي

چهار شنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۹ په بادغیس ولایت کې د یو باب پنځوس بستریز روغتون ودانیزې چارې دوام لري، چې د کویډ ۱۹ ناروغۍ د درملنې تر څنګ به، په نورو روغتیايي برخو کې هم خدمات وړاندي کړي او هڅه کیږی چې په خپل ټاکلي وخت ېې کارونه بشپړ شي. دا روغتون چې له وړاندې جوړو ودانیزو ټوټو څخه په ګټې اخیستنې سره ودانیږي؛ عملیات خونه، او پي ډي، اکسرې او عاجله څانګه، لابراتوار، د وینې بانک، درملتون او نورې اړینې برخې لري. ددې پروژې مالي لګښت د آسیا پراختیايي بانک لخوا ورکول شوی او ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت اړوند د کور جوړونې شرکت لخوا پلې کیږي.

جنوري 27th, 2021|Categories: جوړول|
Go to Top