د ودانیزو چارو ریاست

د ودانیزو چارو ریاست د ملي پراختیا شرکت تر چتر لاندې یو بنسټیز او مرکزي واحد دی، چې د هېواد د بنسټیزو او لومړیتوب لرونکو ملي پروژو د پلي کولو بشپړ مسؤلیت پر غاړه لري؛ هغه پروژې، چې د هېواد د اقتصادي ودې، ټولنیز ثبات او تلپاتې پراختیا لپاره بنسټیز اهمیت لري.

دغه ریاست په ۱۴۰۴ کال کې د بنايي، افغاني، کور جوړولو او هلمند ودانیزو ریاستونو له ادغام څخه رامنځ ته شوی او د ملي شرکت د ودانیز سکتور تاریخي لاسته راوړنې یې په یوه واحد، متمرکز او همغږي چوکاټ کې راټولې کړې دي.

د ودانیزو چارو ریاست له ځانګړو تخنیکي ظرفیتونو څخه برخمن دی، چې د بندونو، کانالونو، استنادي دېوالونو، د سېلابونو مهارولو تأسیساتو او د باران اوبو د زېرمه کولو پروژې په مسلکي ډول پلي کوي.

همدارنګه، دغه ریاست د ودانیو جوړولو، بیارغونې او پراختیا چارې پر مخ وړي، چې دا پروژې اداري، خدماتي، ټولګټې، د تاریخي آبداتو، ماڼيو(قصرونو) او کلتوري ځایونو د بیارغونې ترڅنګ د هغو د اصلي جوړښت ساتنه او د تلپاتې‌والي معیارونو ته پاملرنه کوي، ترڅو تاریخي ارزښتونه خوندي او راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي.

د ودانیزو چارو ریاست د استوګنې پروژو او ښاري پراختیا په برخه کې هم پراخ مسؤلیتونه لري. یاد ریاست د ښار جوړونې اصولو او د ښاري ژوند کیفیت لوړولو ته په پام سره، د استوګنې او سوداګریزو ښارګوټو، کمپلکسونو او اړوندو زیربناوو بېلابېلې پروژې پلې کوي، ترڅو ګرانو هېوادوالو ته منظم، خوندي او د ژوند لپاره مناسب ښاري چاپېریال رامنځ ته شي.

د یادولو وړ ده چې د لویو، ستراتېژیکو او ځانګړو ودانیزو پروژو پلي کول، چې صنعتي او تخنیکي تأسیسات پکې شامل دي، د دې ریاست له نورو دندو څخه شمېرل کېږي. په کاري بهیر کې د نوې ودانیزې ټکنالوژۍ کارول، د معیاري ودانیزو توکو ټاکل، د تجربه لرونکو انجنیرانو او تخنیکي کارکوونکو ګومارنه او له چارو څخه دقیقه څارنه، د دغه ریاست د کاري پالېسۍ بنسټیزې برخې جوړوي.