د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست په پام کې لري، چې د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند قصبې سیمې په معمار شهر ښارګوټي کې خپل لاندې ذکر شوي ملکیتونه د درې کلونو لپاره په قرارداد ورکړي:

  • د الماس درېيم مارکېټ اړوند: (۱، ۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۷، ۸، ۹، ۱۰، ۱۱، ۱۲، ۱۳، ۱۵، ۱۷، ۱۸، ۱۹، ۲۰، ۲۱، ۲۲، ۲۳، ۲۴، ۲۵، ۲۶، ۲۸) شمېرې هټۍ.
  • د الماس څلورم مارکېټ اړوند: (۱، ۲، ۴، ۵، ۶، ۹، ۱۰، ۱۱، ۱۴، ۱۶، ۱۷، ۲۰، ۲۲، ۲۴، ۲۵، ۲۷) شمېرې هټۍ.
  • د لومړي زاړه بلاک اړوند: (۳، ۴، ۵، ۶، ۷، ۸، ۹، ۱۱، ۱۲، ۱۵، ۱۶، ۱۷، ۱۸، ۱۹، ۲۰) شمېرې هټۍ.
  • د نهم زاړه بلاک اړوند: (۱۸، ۱۹، ۲۰، ۲۱، ۲۲، ۲۳، ۲۴، ۲۵، ۲۶) شمېرې هټۍ.
  • د لسم زاړه بلاک اړوند: (۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۷، ۸، ۹، ۱۰، ۱۱، ۱۲، ۱۳، ۱۴) شمېرې هټۍ.

نو پر همدې بنسټ ټول هغه حقوقي او حکمي اشخاص، چې قرار داد ته لیواله دي، خپل غوښتنلیکونه دې کب میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره د ملي پراختیا شرکت ته، چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند د قصبې په سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. شرطپاڼه کتلای شئ او تضمین په نغده بڼه اخیستل کېږي.