د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست په پام کې لري، چې خپل اړوند لاندې ذکر شوي ملکیتونه د درې کلونو لپاره په قرارداد ورکړي:
1- د اماراتو ښارګوټي په درېیم فاز کې ۴مه او ۵مه شمېره هټۍ
2- د اماراتو ښارګوټي په دویم فاز کې ۶مه شمېره هټۍ
3- د قصبې په بازار کې ۷مه شمېره هټۍ
4- د خواجه رواش ښارګوټي دویمه شمېره مارکېټ کې ۹مه شمېره هټۍ
5- د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د(موټر پلورنځیو) سړک سره نږدې په معمار شهر ښارګوټي کې د ۲۹۲ متره مربع مساحت لرونکی د موټر جوړونې ورکشاپ
6- په امارتو ښارګوټي کې ۹ متره مربع مساحت لرونکې ۲مه شمېره فلزي غرفه
ټول هغه حقوقي او حکمي اشخاص، چې تړون ته لیواله دي، خپل غوښتنلیک د مرغومي میاشتې تر ۴مې نېټې پورې د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره د ملي پراختیا شرکت ته، چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې د قصبې سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. شرطپاڼه کتلئ شئ او تضمین نغد اخیستل کېږي.
