سه شنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د شفلوغ بند رغنیزې چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ، اوبو او انرژۍ وزارت رهبرۍ، ځایي مسؤلینو، علماءوو او قومي مشرانو په حضور کې پیل شوې.
د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل یادو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل: د حکومتي چارواکو دنده دا ده، چې خپلو ولسونو ته په هره برخه کې خدمت وکړي او هغوی ته سوکالي ور په برخه کړي.
نوموړي همدارنګه د اوبو د راګرځولو او مدیریت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د ملي پراختیا شرکت هڅه کوي، ورته نورې پروژې هم پلې کړي.
غونډې ته د وینا پر مهال د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور وویل: د افغانستان اسلامي امارت د ولس د اړتیاوو درک او د هغوی ستونزو د حل ژمنه لري.
نوموړي زیاته کړه: د شفلوغ بند جوړېدل به د سیمې خلکو ته ګڼې ګټې ورسوي او دغه پروژه به د لوړو تخنیکي معیارونو پر بنسټ پلي شي.
دغه راز په دې غونډه کې د ارزګان ولایت والي مولوي عنایت الله شجاع وویل: اوسمهال افغانانو ته ستر مسوولیت ور تر غاړې دی او هر څوک باید د هېواد د آبادۍ په برخه کې خپل مسوولیت اداء کړي.
د دې پروژې ټولیز لګښت(۱۶۵) میلیونه افغانۍ اټکل شوی، دا بند (۲۳) متره لوړوالی او (۷۷.۲۵) متره سور لري. د شفلوغ بند د (۰.۸۵) میلیونه متر مکعبه اوبه زېرمه کولو او تر(۲۵۹) هکتاره کرنيزو ځمکو خړوبولو وړتيا لري.
د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژه د ملي پراختیا شرکت له لوري پلې کېږي او د مالي لګښت تمویل یې د اوبو او انرژۍ وزارت پر غاړه دی.