۱۲ غبرګولی۱۴۰۴ – د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د قوش‌تېپې کانال له روانو چارو څخه لیدنه وکړه او د دې سترې او ملي پروژې تخنیکي او عملي چارې یې و ارزولې.

محترم عطاش د دې سفر په لړ کې د کانال له صفري نقطې څخه تر اندخوی ولسوالۍ پورې د کانال بېلابېلې برخې وکتلې او هلته یې له مسؤلینو، انجنیرانو او کاریګرو سره خبرې وکړې.

نوموړي لومړی د آمو سیند پر غاړه د کانال د سربند له سیمې لیدنه وکړه، د کار پرمختګ یې و ارزوو او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې کیفیت او سرعت ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دغه راز نوموړي د کانال پر مسیر جوړېدونکي ۱۱ مهم پلونه او د اوبو کنټرولوونکي ساختمانونه هم وکتل او ټینګار یې وکړ، چې د یادو پلونو او د اوبو کنټرولوونکو ساختمانونو چارې باید پر وخت، له کیفیته ډکې او د خوندیتوب له معیارونو سره سمې ترسره شي.

محترم عطاش د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کیندنې چارې هم ولیدلې او د روانو کارونو د بهیر د ستاینې ترڅنګ یې ټینګار وکړ، چې د کار پرمهال باید تخنیکي کیفیت، سرعت او د چاپېریال خوندیتوب ته جدي پاملرنه وشي.

محترم عمومي اجراییوي رئیس همدا راز له کاریګرو سره هم خبرې وکړې، د هغوی هڅې یې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې د لویو پروژو بریا د ملتپالو او زړورو کاریګرو پر مټو ولاړه ده.

نوموړي په دې سفر کې ټولو اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، څو د موسم، تجهیزاتو، انساني منابعو او تخنیکي شرایطو له مخې، د کار بهیر منظم وساتي او شته ستونزې پر خپل وخت تشخیص او حل کړي.

د یادونې وړ ده، دا مهال د قوش‌تېپې کانال کارونه د شاوخوا ۲زره ماشینرۍ په واسطه په چټکۍ سره روانې دي، چې د کانال د دویم فاز د کیندنې چارې ۹۰ سلنه، د سربند جوړولو چارې ۷۹.۵ سلنه بشپړې شوې دي او همدا راز پر ۱۱ پلونو او د اوبو کنټرولوونکو ساختمانونو باندې هم کار دوام لري.