میدان ښار کې د کوید۱۹ سل بستریزروغتون د ګټې اخیستنې په درشل کې
پنجشنبه ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰ د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار کې د کوید ۱۹ سل بستریز روغتون د جوړیدو چارې بشپړې شوي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه روغتون په ۲۳۴۱ متر مربع مساحت ځمکه کې د ټولو اړینو ملحقاتو لکه: د بستر خونې، عملیات خونه، بیړنې څانګه، لابراتوار، درملتون، ایکسرې او نورو اړینوڅانګو په درلودلو سره جوړ شوی دی. دغه روغتون د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي. دا روغتون په داسي حال کې د ملي پراختیا شرکت له لورې جوړیږي چې په دې وروستیو کې دغه شرکت د هیواد په بیلابیلو ولایتونوکې د کوید ۱۹ ناروغانو لپاره مجهز روغتونونه جوړ کړي دي.
له سنایي غزنوي ښارګوټي څخه د ملي پراختیا شرکت د رهبري پلاوي لیدنه او ارزونه
چهارشنبه ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش د کابل ولایت قصبې سیمه کې د سنايي غزنوي ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او اړونده مسؤلینوته یې لازمې سپارښتنې وکړې. په دې لیدنه کې ښاغلي عطاش د ښارګوټي د کار له کیفیت او پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه او له اړونده مسؤلینویې غوښتنه وکړه؛ ترڅو د یادې پروژې په تطبیق کې ټاکل شوي معیارونه همداسې په نظرکې ونیسي. د سنایي غزنوي ښارګوټی په دوه فازونوکې چې ۴۱ بلاکونو لري د ټولو معیاري اوعصري امکاناتو په درلودلو سره د ملي پراختیا شرکت د کورجوړونې ودانیز ریاست له لوري د جوړیدو په حال کې ده، چې څه د پاسه ۷۰۰ تنه مسلکي او غیر مسلکي کاریګروته یې دکار زمینه برابره کړې ده. د اول فاز ۷۰۰ د هستوګنې کورونه د ولسمشر دهدایت په اساس د ملي دفاع وزارت کارکوونکو ته ورکړل شوي دي چې رغنیزې چارې به يې تر راتلونکو څو میاشتو بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د تورخم ګمرک سړک جوړولو چارې پیل شوې
چهارشنبه ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰ د ننګرهار ولایت دور بابا ولسوالۍ اړوند د تورخم ګمرک سړک د جوړولو چارې د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري پیل شوې. دغه سړک ۵۳۱ متره اوږدوالی لري چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې لخوا ورکول کیږي. د تورخم ګمرک سړک په پروژه کې د ۴۲ پلونو جوړول هم شامل دي چې عملي چارې ۴ سلنه پرمخ تللي دي. ددې سړک په جوړیدو سره به د مسافرو او بار وړونکو موټرو د تګ را تګ ستونزې ترډیره بریده راکمې شي.
د انجیل ولسوالۍ جامع جومات به ډیر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
سه شنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۰ د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د یو محراب جومات د جوړیدو چارې به ډیرې ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دغه جومات د ۲۸۰ متر مربع مساحت په درلودلو سره یو پوړ کې جوړیږي چې ۹۰ سلنه رغنیزې چارې يې بشپړې شوي دي. د انجیل ولسوالی جومات د ملي پراختیا شرکت بنايي وادنیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې له خوا ورکول کیږي. د یادونې وړده چې دهرات ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د ورته جوماتونو د جوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت له لورې روانې دي چې یوشمیر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي هم دي.
د زینب سینما تالارد بیا رغونې چارې دملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوې
سه شنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۰ د زینب سینما تالارد بیارغونې چارې د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري، د ښځوچارو وزارت په مالي لګښت پیل شوې. هغه برخې چې په دې پروژه کې ترمیمیږي: د زینب سینما تالار ترمیمول،د تالار سټیج ، د چوکیو او میزونو نصبول،کافي شاپ، لایټینګ سیستم، میخانیک اوفاضله اوبو سیستم او اوبو رسولوسیستم په کې شامل دي. زینب سینماد ښځو چارو وزارت په انګړکې موقیعت لري او په کابل کې دښځو اړوند یوازینی هنري مرکز دی چې په یو وخت کې د ۵۵۰ تنه دځایدو ظرفیت لري.
پکتیا ولایت کې د مچلغو بند رغنیزو چارو عکسونه
دغه بند چې د ملي پراختیا شرکت بنایي و دانیز ریاست له لوري جوړیږي ۲۶۰ متره اوږدوالی، ۲۸۰متره سور، ۴۷ متره لوړوالی او د ۲۹۳ کیلو واټه بریښنا د تولید وړتیا به ولري او همدارنګه ۲۳۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه کړي.