د انجیل ولسوالۍ جامع جومات به ډیر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
سه شنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۰ د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د یو محراب جومات د جوړیدو چارې به ډیرې ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دغه جومات د ۲۸۰ متر مربع مساحت په درلودلو سره یو پوړ کې جوړیږي چې ۹۰ سلنه رغنیزې چارې يې بشپړې شوي دي. د انجیل ولسوالی جومات د ملي پراختیا شرکت بنايي وادنیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې له خوا ورکول کیږي. د یادونې وړده چې دهرات ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د ورته جوماتونو د جوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت له لورې روانې دي چې یوشمیر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي هم دي.
د زینب سینما تالارد بیا رغونې چارې دملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوې
سه شنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۰ د زینب سینما تالارد بیارغونې چارې د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري، د ښځوچارو وزارت په مالي لګښت پیل شوې. هغه برخې چې په دې پروژه کې ترمیمیږي: د زینب سینما تالار ترمیمول،د تالار سټیج ، د چوکیو او میزونو نصبول،کافي شاپ، لایټینګ سیستم، میخانیک اوفاضله اوبو سیستم او اوبو رسولوسیستم په کې شامل دي. زینب سینماد ښځو چارو وزارت په انګړکې موقیعت لري او په کابل کې دښځو اړوند یوازینی هنري مرکز دی چې په یو وخت کې د ۵۵۰ تنه دځایدو ظرفیت لري.
پکتیا ولایت کې د مچلغو بند رغنیزو چارو عکسونه
دغه بند چې د ملي پراختیا شرکت بنایي و دانیز ریاست له لوري جوړیږي ۲۶۰ متره اوږدوالی، ۲۸۰متره سور، ۴۷ متره لوړوالی او د ۲۹۳ کیلو واټه بریښنا د تولید وړتیا به ولري او همدارنګه ۲۳۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه کړي.
تخار ولایت کې د یوې معیاري سړې خونې د جوړیدو چارې روانې دي
دوشنبه ۲۱ چنګاښ۱۴۰۰ په تخار ولایت کې د تازه میوو او سبزیو د ساتلو لپاره یوه معیاري سړه خونه د جوړیدو په حال کې ده. دغه سړه خونه په ۲ زره متر مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي چې ټول اړین ملحقات یې له ورځنیو معیارونو سره برابر په پام کې نیول شوي دي او په یو وخت کې به د ۱۵۰۰ متریک ټنه تازه میوو او سبزیجاتو د ساتنې ظرفیت ولري. یاده سړه خونه دملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت یې جمهوري ریاست ملاټړې ادارې لخوا ورکول کیږي. ددې سړې خونې په جوړیدو سره به د تخار ولایت بزګرانو ستونزې تر ډیره بریده هوارې شي. د یادونې وړده چې اوسمهال په بیلابیلو ولایتونوکې ۱۴ بابه معیاري سړې خونې دملي پراختیا شرکت له لوري د جوړیدو په حال کې دي.
مندوزیو ولسوالۍ جامع جومات دګټې اخیستنې په درشل کې
یکشنبه ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰ د خوست مندوزیو ولسوالۍ جامع جومات د جوړیدو چارې ګړندې روانې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه جومات په ۲ زره متر مربع مساحت ځمکه باندي د ټولو اړینو ملحقاتو سره، د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۶۰۰ تنه لمونځ کوونکو د ځاییدو ظرفیت ولري. د یادونې وړده چې د خوست ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د ورته جوماتونو د جوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت له لورې روانې دي.
د کندهار په صنعتي پارکونو کې د سړکونو رغنیزې چارې پیل شوې
یکشنبه ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰ د کندهار ولایت په صنعتي پارکونو کې د داخلي سړکونو رغنیزې چارې په شوراندام سیمه کې پیل شوې. دغه سړکونه په دوو فازونو(شمال او لودیځ) کې جوړیږي چې د لودیځ فاز اوږدوالی يې څه د پاسه ۳ کیلومتره او سور يې ۱۴ متره دی او د شمال سړک اوږوالی يې ۱۲ کیلو متره او سور يې ۹ متره دی. یاد سړکونه د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يې د جهموري ریاست عملیاتي ادارې له خوا ورکول کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د ترینکوټ - شاولیکوټ ترمنځ د ۲۴ کیلومتره سړک دجوړیدو او سفالت چارې هم دملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوي دي






