د ننګرهار وادي کرنیز شرکت کرنیزې هڅې دوام لري
سه شنبه ۱۱ لیندۍ ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت اړوند د ننګرهار وادي کرنیز شرکت، د هڅو په دوام کرهنې ته، د لسهاوو کرنیزو شنو خونو د چمتو کونې چارې پیل کړې. دا مهال د مسلکي ټيم لخوا په شنو خونو چې شمیر ېې کابو اویاوو ته رسیږي، د اوبو رسونې په څاڅکي سیستم او اړوند برخو کارونه پيل شوي چې ډير ژر به بشپړ شي. په دې شنو خونو کې به سابه او بیلابیل تازه کرنیز محصولات کښت او له حاصل وروسته بازار ته وړاندې شي، چې له یوې خوا به خلکو کار او له بل پلوه به په کرنیزو محصولات هیواد ورو، ورو ځان بسیا کړي.
بدخشان ولایت ارگو ولسوالۍ کې یو محراب جومات
دو شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹ د بدخشان ولایت ارگو ولسوالۍ په سبزی بهار ښارګوټې کې د ملي پراختیا شرکت لخوا یو باب جومات دوه پوړیز جومات تر ودانیزو چارو لاندې دی. دا جومات چې په۲۱۰ مترمربع سیمه کې په ۸ ضلعي بڼه جوړیږي او د ودانیزو چارو لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له بودجې څخه ورکول کیږي، ودانیزې او تخنیکي چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز ریاست پرمخ وړي. په دې جومات چې د سلطان ظهیرالدین بابر نوم ایښودل شوی، تر دې دمه ېې ډيره برخه بنسټیز کارونه بشپړ شوي او په پاتې برخو ېې کارونه دوام لري.
د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ لوی جومات
دوشنبه ۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت لخوا د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ بازار کې، یو باب جومات تر ودانیزو چارو لاندې دی. یاد جومات د ولسمشر په لارښوونه، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا جوړیږي. ددې جومات تر څنګ د کنړ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هم د پنځه محرابه جوماتونو او یو شمیر نورو ودانیزو پروژو چارې روانې دي چې ځینې به ېې په راتلونکو څو میاشتو کې پرانیستل شي.
په زنده جان ولسوالۍ کې د خواجه محمد غازي مقبره
یکشنبه ۹ لیندۍ ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت لخوا د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د لرغونو آثارو د بیارغونې چارې روانې دي چې یو له هغوی څخه د خواجه محمد غازي مقبرې بیارغونه ده. د خواجه محمد غازي مقبره چې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې موقعیت لري، ودانیز کارونه ېې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي. دا مهال د مقبرې ودانیز کارونه شاوخوا ۷۵ سلنه پرمخ تللي او ډير ژر به پاتې کارونه هم بشپړ شي.
د سرپل ولایت سل بستره روغتون کې د سړیخونې ودانیز بهیر
شنبه ۸ لیندۍ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا د سرپل ولایت سل بستریز روغتون کې په یو باب سړیخونې ودانیزې چارې روانې دي. ددې سړې خونې وانیز کارونه د روان کال د تلې میاشت کې پیل او تر دې دمه پکې د پام وړ پرمختګ شوی. همداشان د ملي پراختیا شرکت لخوا سرپل ولایت کې په یوشمیر نورو ودانیزو پروژو هم کارونه روان دي، چې لسهاوو تنه پکې په کاري بوخت دي.
پکتیکا زرغون شهر کې یو باب اناثیه ښوونځی پرانیستو ته نږدې دی
پنجشنبه ۶لیندۍ ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت پکتیکا ولایت زرغون شهر ولسوالۍ کې د اته ټولګي درلودونکي اناثیه ښوونځي ودانیز کارونه بشپړیدو ته نږدې کړي او د پاتې دوه سلنه تخنیکي چارو له بشپړیدو وروسته به پرانیستل شي. د عمري په نوم دا ښځینه ښوونځی چې ودانیز کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا، د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په مالي پرمخ وړل کیږي، په یو پوړیز شکل ودانه شوې او ۹۸ سلنه ودانیز کارونه ېې بشپړ شوي دي. دا ښوونځی چې په شاوخوا ۸۶۵مربع متره مساحت ځمکه کې ودان شوی او اته ټولګي او نورې اړینې ادارې خونې لري، پرانیستو سره به ېې د سیمې خلک د خپلو اولادونو د ښوونې او روزنې په برخه کې هوسا او له ستونزو خلاص شي.






