کابل پوهنتون کې دوه بابه لیلې ګټې اخیستنې ته چمتو دي
یکشنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل پوهنتون کې دوه بابه لیلې چې هریوه یې د ۱۰۰۰ تنه محصلینو دځایدو ظرفیت لري دجوړیدو چارې یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتودي. دغه لیلې چې دجمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت او دملي پراختیا شرکت دبنایي ودانیز رایاست له لوري جوړې شوي، ۲۶ دخوب خونې، ۲ روغتیایي مرکزونه، جومات، خوړنځای، دلوبو صالون،اداري او معلوماتي څانګه،دکنفرانس اطاق، پخلنځی او معیاري تشنابونه لري. دا لیلې په ۱۴۰۰ مربع متر مساحت ځمکه کې، له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې جوړې شوي دي. دیادونې وړده چې اوسمهال د هیواد په څو ولایتونوکې د ۱۷ بابه نورولیلیو د جوړیدو چارې هم روانې دي، چې ډیری یې ګټې اخیستنې ته چمتو دي او په پرانیستو سره به یې د محصلینو د اوسیدو ځایونو ستونزې هوارې شي.
کابل کې د ۲۱ روغتونونو ترمیم او بیا رغونه
یکشنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۰ څرنګه چې د وخت په تیریدو سره پلازمینه کابل کې د یوشمیر روغتونو نو و دانۍ او ځینې نورې برخې زیانمنې شوي، خلکو ته دغوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه بیا رغول کیږي. دغه روغتونونه چې شمیر یې ۲۱ ته رسیږي لکه: نور، شیخ زاید، معلولین، جمهوریت، ابن سیناعاجل، ابن سینا صدری، دخیرخانې ۱۰۲ بستریز، ستوماتولوژي، رابعه بلخي، انتاني، وزیر محمد اکبر خان، پولي کلینیک، اتاترک، جناح، ملالۍ، صحت رواني، صحت طفل، استقلال، دبرچي ۱۰۰ بستریز، افغان- جاپان او د برچي ۵۰ بستریز روغتونونه په کې شامل دي، چې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ جوړیږي او رغنیزې چارې یې د ملي پراختیا شرکت اړوند دافغاني ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل کیږي. دغه ودانیز فعالیتونه چې اوسمهال په یادو روغتونو کې پيل شوي د پلستر کارۍ، کاشي کاري، رنګمالي، د ویجاړ او زیانمنو شوو برخو بیا رغونه، د بریښنا سیستم ترمیم او تنظیم ترڅنګ نورو اړینو برخو باندې یې کارونه ګړندي روان دي. دملي پراختیا شرکت مسئولین هڅه کوي؛ ترڅو دیادو روغتونونو دبیارغونې او ترمیم کارونه بشپړ او بیاځلي ېې د خدمت په موخه چمتو کړي.
د ننګرهار وادي کرنیز ریاست له شنوخونو څخه د عوایدو پرډیر والي خوښي څرګندوي
شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۰ دملي پراختیا شرکت د نورو فعالیتونو په دوام د ننګرهار وادي کرنیز ریاست اړوند ځمکوکې د ۱۰۰۰ په شاوخواکې د شنو خونو جوړولو هوډ لري، چې اوس مهال پر ۲۰۰ هغویې کار روان ده او تردې مهاله څه د پاسه ۶۲ شنې خونې جوړې اوګټې اخیستنې ته چمتوشوې دي . دننګرهار وادي کرنیز ریاست مسؤلین وایي دوی هڅه کوي، چې ددې شنو خونو په جوړولو سره تولیدات لوړ او د بیکارۍ کچه راټیټه کړي. اوسمهال دننګرهار وادي کرنیز ریاست دهډې فارم په شنو خونوکې د بادرنګو، رومي بادنجانو، دلمه مرچو او ټینډو حاصلات خرڅلاو ته تیارشوي،چې په وینا یې له دې شنو خونو څخه به په یوفصل کې څه دپاسه ۱۸ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شي . دا په داسې حال کې ده چې په ملي پراختیا شرکت کې دننګرهار وادي کرنیز ریاست په مدغم کیدو سره، په یاد ریاست کې د پخوا په پرتله کارونه منظم،مسلکي،چټک اوبهتر شوي دي.
دخیر خانې له نوي جوړیدونکي سړک څخه دملي پراختیا شرکت دمسؤلینو لیدنه
پنجشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۰ دملي پراختیا شرکت مسؤلینو دکابل ښار ۱۱مې او ۱۷ مې ناحیو نښلوونکي سړک څخه لیدنه وکړه او ددې پروژې له کارونو اوپرمختګ څخه یې خوښي څرګنده کړه. دملي پراختیا شرکت مالي او اداري معاون ډاکټر ضیاالله شفیق، د پلازمینې زون پرمختیایي ادارې ریس نجیب الله شینواري، د افغاني ودانیز ریاست ریس اسامه مبشر او ورسره مل پلاوي دپروژې د کار له جریان څخه له نږدې لیدنه وکړه . ددې سړک مالي لګښت د پلازمینې زون پرمختیایي ادارې لخوا ورکول کیږي او عملي چارې یې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست له لوري پرمخ روانې دي. یا د نوی جوړیدونکی سړک چې ۸ کیلو متره اوږدوالی او ۳۰ متره پلنوالی لري د ۱۱ ناحیې له ۳۱۵ سیمې څخه دمنشي میرغلام تر ښارګوټي پورې غځیږي چې تردې مهاله یې ۱۵ سلنه کارونه پرمخ تللي دي. ددې سړک په جوړیدو سره به د شمال لویې لارې ترافیکي ګڼه ګوڼه ترډیره بریده راکمه او خلکو ته به دتګ او راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.
کار اعمار بلاکهای الحاقیه لوی څارنوالی جریان دارد
پنجشنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۰ کار اعمار بلاکهای الحاقیه لوی سارنوالی به شدت جریان دارد. اعمار این بلاکها ۸ ماه قبل آغاز شده و میعاد زمانی اعمار آن دو سال میباشد که تا حال ۲۶ فیصد پیشرفت داشته است. این بلاکها که مطابق به معیارهای ملی و با عصریترین شکل اعمار میگردد، هزینه آن از طرف اداره انکشاف زون پایتخت پرداخت و کار عملی آن توسط ریاست افغانی شرکت انکشاف ملی به پیش برده میشود. قابل یادآوری است هم اکنون شرکت انکشاف ملی صدها پروژۀ خورد و بزرگ را زیر کار دارد و توانسته برای هزاران نفر فرصتهای شغلی را مساعد سازد.
د دارالامان د اداري کمپلکس دجوړیدو چارې ګړندۍ پرمخ روانې دي
چهارشنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۰ د دارالامان اداري کمپلکس دهیواد په کچه لوی کمپلکس ده چې اوسمهال یې رغنیزې چارې دملي پراختیا شرکت د بنایی ودانیز ریاست له لوري پرمخ روانې دي. دغه ستره ملي پروژه په ملي او نړیوالو معیارونوسمبال، په داسې حال کې رغول کیږي چې مالي لګښت یې دجمهوري ریاست عملیاتي ادارې له لوري ورکول کیږي او تر دې مهاله یې ۸ سلنه چارې پرمخ تللي دي. ددې اداري کمپلکس د جوړیدو موخه د ټولو دولتي ادارو منسجم کول، هیواد والوته د آسانتیاوو برابرول او د ښې حکومتولۍ پیاوړتیا ته وده ورکول په ګوته شوي دي.






