لوګر ولایت کې یو محراب جامع جومات ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
چهار شنبه ۵ غبرګولی ۱۴۰۰ دلوګرولایت مرکز پل علم ښار اړوند مامور ینو ښارګوټي کې یو لوی جامع جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پرانيستې په دې مراسمو کې د ولايت مقام مرستيال، ولايتي شورا غړو او پل علم ښاروال ګډون کړی وو. ګډونوالو ددې جومات په پرانیستو د خوښي ترڅنګ د ملي پراختیا شرکت له مسؤلینوڅخه مننه وکړه، چې د یاد جومات د جوړیدو چارې یې په لوړ کیفیت او ټاکل شوې موده کې بشپړې کړي. دغه جامع جومات چې د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لوري او د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت په دوه پوړونو کې جوړ شوی چې په یو وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځاېدو ظرفیت لري. د یادونې وړ ده چې د لوګر ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې هم د جوماتونو جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
ننګرهار پوهنتون د نجونو لیلېه دګټې اخیستنې په درشل کې
چهارشنبه ۵ غبرګولی ۱۴۰۰ دننګرهار پوهنتون د نجونولیلیه چې د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړه شوې دګټې اخیستنې په درشل کې ده دغه لیلېه چې په اوسنیو معیارونو سمبال جوړه شوې د ۱۰۰۰ تنو محصلینو دځایدو ظرفیت لري ،چې په ګټې اخیستنې سره به یې د ننګرهار پوهنتون ښځینه محصلینو ستونزې هوارې شي.
د ملي پراختیا شرکت عملیاتي او تجارتي مرستیال کارمندانو ته ور و پیژندل شو
سه شنبه ۴ غبرګولی ۱۴۰۰ دملي پراختیا شرکت په وړاندیز او دجمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ، ریاض الدین شریفي د ملي پراختیا شرکت عملیاتي او تجارتي مرستیال په توګه پرد نده وګمارل شو. هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه په کې د ملي پراختیا شرکت رییسانو اود بیلابیلو څانګو مسؤلینو برخه اخیستې وه، په پیل کې د ملي پراختیا شرکت مالي اواداري مرستیال داکتر ضیاءالله شفیق د ښاغلي شریفي ګمارنه پرځای ګام وباله وې ویل د نوموړي ګمارنه به وکولی شي د شرکت د موخو په ترلاسه کولو او د کارکوونکو ترمنځ همغږي او مؤثریت پیاوړی کړي. بل لوري ته د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې تخیکي مرستیال وحید رحمدل، ښاغلي شریفي ته دمبارکۍ ترڅنګ هغه یو پیاوړی مدیر یاد کړ او دملي پراختیا شرکت او جمهوري ریاست عملیاتي ادارې ترمنځ یې پرلا ښې همغږۍ ټینګار وکړ. په پای کې ریاض الدین شریفی د ولسمشر اود ملي پراختیا شرکت له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې پر ده یې باور وکړ؛ نوموړي ژمنه وکړه چې د ملي پراختیا شرکت موخو ته د رسیدو په برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي. ریاض الدین شریفي دماسترۍ ترکچې لوړې زده کړې کړي او له بیلابیلو مدیریتي تجربو څخه برخمن ده. هغه مخکې له دې د غوري سمنټو فابریکې د سرپرست او د شمال د ډبرو سکرو کان د رییس په توګه دنده ترسره کړې.
پکتيکا ولايت کې دنجونو يو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
سه شنبه ۴ غبرګولی ۱۴۰۰ تيره ورځ د پکتیکا ولایت مرکزشرنې خواجه خيلو سيمه کې د نجونو ښوونځی جوړ اوګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د پرانيستې په دغو مراسمو کې د پکتیکا امنيه قومندان، د ولایت مقام دفتر رییس، د پوهنې ریاست مرستیال او دسيمې يو شمير قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو. دغه ښوونځی چې د ملي پراختيا شرکت د بنايي ودانيز رياست له لوري د جمهوري رياست عملياتي ادارې په مالي لګښت په څه دپاسه ۳۷۰۰ مربع متر مساحت ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول په دوه پوړونو کې جوړ شوی، ۱۲ درسي او ۴ اداري خونې، تشنابونه، د اوبو سيستم او نور ملحقات لري. د يادونې وړ ده چې ددې ولايت په ارګون ولسوالۍ کې هم د ورته ښوونځي رغنيزې چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
پلخمري کې د اجمیرکانال د بیارغونې کارونه بشپړشوي
دوشنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۰ پلخمري کې د اجمیر بریښنا بند کانال چې څه د پاسه ۲۶ کلیو متره اوږدوالی لري،ددوه بندونو(لومړی اودویم بند) درلودونکی ده. دغه کانال له اوږدې مودې راهیسې د اوبو د مدیریت په برخه کې له تخنیکي ستونزو سره لاس او ګریوان وه، چې اوسمهال د ملي پراختیا شرکت د هلمند ودانیز ریاست لخوا ددې کانال ځینې برخې بیا رغول شوي، چې د دیوالونو ترمیم، دپرچاوۍ دروازې او د اوبولګولو سیستم معیاري کول په کې شامل دي. ددې کانال مالي لګښت د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له لوري ورکړل شوی. داجمیربریښنا بند کانال فعال شوي توربینونه د۱۶ میګا واټه بریښنا د تولید وړتیا لري او په ګټې اخیستنې سره به یي زرګونه هکتاره ځمکې خړوبولو چارې بیا پیل شي.
هرات کې د ۱۰۰۰ تنه محصلینو داوسیدو په ظرفیت لیلیه پرانیستو ته چمتو ده
دوشنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۰ دهرات پوهنتون لیلې د جوړیدو چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي، دغه لیلیه د ملي پراختیا شرکت دبنایي ودانیز ریاست له لوري د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت جوړه شوې. یاده لیلیه،چې له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې داوسني عصر په معیارونو جوړه شوې، د۱۰۰۰ تنه محصلینو داوسیدو ظرفیت لري. دیادونې وړده چې اوسمهال د هیواد په څو ولایتونوکې د ۱۷ بابه نورولیلیو د جوړیدو چارې هم روانې دي، چې ډیری یې ګټې اخیستنې ته چمتو دي او په پرانیستو سره به یې د محصلینو د اوسیدو ځایونو ستونزې هوارې شي.






