د ملي پراختیا شرکت خبرونه او راپورونه
د جبل السراج د (۱۶۰۰۰) ټنو سمنټو د خرڅلاو اعلان
د ملي پراختيا شرکت په پام کې لري، چې د جبل السراج د سمنټو تولیدي فابريکې اړوند (۱۶۰۰۰) ټنه سمنټ د بولۍ له لارې وپلوري. هغه کسان چې غواړي په [...]
د ملي پراختيا شرکت په پام کې لري، چې يو ميليون (1000000) ټنه د ډبرو سکاره د مزايدې له لارې وپلوري
د ملي پراختيا شرکت په پام کې لري، چې د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ د ګلورز او ګواخ له کانونو څخه يو ميليون (1000000) ټنه د ډبرو سکاره د [...]
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له ملي پراختیا شرکت څخه لیدنه وکړه
د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخند د ملي پراختیا شرکت له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړه او د هېواد د بیارغونې په برخه کې [...]
زمونږ د ماموریت حقیقت
د هیواد د دوامداره پراختیا، هوساینې او پرمختګ تامینولو لپاره، د ملي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د بنسټيزو پروژو د پلي کولو په برخه کې، له موجوده علومو، فنونو، ټکنالوژۍ او تجربو څخه ګټه اخیستل، د ملي پراختیا شرکت د کاري فلسفې اساس جوړه وي. زمونږ فعالیتونه د افغانستان اسلامي امارت د وړاندې ټاکل شوي پراختیايي او توسعوي چوکاټ په مطابقت کې د ځواب وینې، روڼتیا او حساب ورکونې له اصولو سره سم پر وړاندې ځي. د ګډو ګټو او ګډو فرصتونو پیژندل، په ملي او سیمه ییزه کچه له خصوصي او دولتي سکتورونو سره د همکارۍ هڅونه او پیاوړتیا زمونږ کاري لرلید دی. له اغیزمنو او ګټورو فعالیتونو سره مل، د اخلاقي او مسلکي ارزښتونو رعایتول نه یوازې د حجم، چټکتیا او بیو ترمنځ توازن تامینوي، بلکې د ګټه اخیستونکو او ټولو ښکیلو اړخونو بشپړ رضایت هم تضمینوي او دا چاره د ملي پراختیا شرکت په خاصې پاملرنې کې ځای لري .
جوړول
د ملي پراختیا شرکت د فعالیتونو لویه برخه ودانیز او رغنیز کارونه دي، کوم چې د هیواد په پرمختګ او بیا رغونه کې به مهم رول ولوبوي.عالي مدیریت
د ملي پراختیا شرکت پدې برخه کې، بندونه، سړکونه، روغتونونه، جوماتونه، میلمستونونه جوړ او د ماڼیو او تاریخي ودانیو بیارغونه سر ته رسولې.
تولیدات
د ملي پراختیا شرکت پلان لري چې صنعت ته وده ورکړي، په هیواد کې د تولیداتو کچه لوړه کړي، واردات محدود او هیواد په ځان بسیاینې ته ورسوي.مونږ د کیفیت تضمین کوو
شرکت په پام کې لري نه یوازې دا چې د ودانیزو چارو ټول اړین توکي تولید کړي، بلکه پدې کچه د ملي اړتیاوو بشپړوونکی هم دی.
انرژي
د افغانستان طبیعي سرچینې لاهم پرخپل ځای پاتې دي، د ملي پراختیا شرکت د دې پانګې استخراج او اقتصادي کارول له خپلو اهدافو څخه ګڼيرښتینولي
د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري د ډبرینو سکرو او هایدرو پاور استخراج کې آسانتیاوې رامنځته کړي څو سیمې او نړۍ ته معیاري کول او صادرات ګړندي شي.
کرهنه
د ملي پراختیا شرکت کرهنه د عاید یوه مهمه سرچینه ګڼي، د ودې او پراختیا لپاره ېې هڅه کوي څو هیواد د ځان بسیاینې په لور حرکت وکړي.د میکانیزم عصري کول
د ملي پراختیا شرکت غواړي چې کرنیز صنعت او صنعتي کرهنه او د هغې سوداګرۍ عصري کړي.