Project Description
د پل محمود خان استوګنیز او سوداګریز کمپلکس د کابل ښار د دویمې ناحیې په غوره او ستراتېژیک موقعیت کې په څوارلسو پوړونو کې د جوړېدو په حال کې دی. دا کمپلکس د ۱۳۰ عصري اپارتمانونو او ۸۰ سوداګریزو دوکانونو سره د ښاري ژوند ټولې عصري آسانتیاوې وړاندې کوي.
په دې کمپلکس کې درې، څلور او پنځه اطاقه اپارتمانونه شامل دي، چې د اوسني عصر ټولې آسانتیاوې لکه، پخلنځی، تشنابونه، المارۍ، برېښنايي، ټلوېزیوني، انټرنېټي او ټلېفوني خدمتونو چوپړتیاوې….لري. دغه راز د ژوند د آسانتیاوو لپاره په دې کمپلکس کې د ۲۰۰ موټرو لپاره پراخه تم ځای، شنه ساحه، د ماشومانو لپاره د لوبو ځای، سونا، ورزشي کلب، سوپر مارکېټ، جومات او بشپړ امنيتي او نظارتي سېستم موجود دی.
د پل محمود خان کمپلکس د آرام ژوند لپاره غوره موقعیت وړاندې کوي او اپارتمانونه د دوو کلونو په قسطونو اخیستل کېدای شي.
