د امارتي شرکتونو لوی رياست د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، چې د غوري سمنټو فابریکو د ۱۴۰۵ مالي کال (۲۱۶,۰۰۰) ټنه تولیدېدونکي سمنټ، د داوطلبۍ (مزایدې) له لارې وپلوري.
له همدې امله له ټولو هغو اشخاصو او شرکتونو څخه، چې د دې داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون لیوالتیا لري، غوښتنه کېږي چې د سمنټو د پلور اړونده شرطپاڼه د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې، قصبې سیمه کې د ملي پراختیا شرکت له مرکزي دفتر څخه ترلاسه کړي او د ګډون غوښتنلیکونه دې د اعلان له خپرېدو څخه تر د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ د مياشتې تر ۱۳مې نېټې پورې د ملي پراختیا شرکت د عامه اړیکو آمریت ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې له ټاکلې نېټې وروسته رسېدلي او انټرنټي غوښتنلیکونه د منلو وړ نه دي. دغه راز د داوطلبۍ غونډه به د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې په (۱۳مه) نېټه، د شنبې په ورځ، ماسپښين په (۰۱:۳۰) بجو د ملي پراختیا شرکت د مرکزي دفتر د غونډو په تالار کې ترسره شي.
