د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست په پام کې لري، چې په کابل ښار کې خپل لاندې ذکر شوي ملکیتونه د درېیو کلونو لپاره په قرارداد ورکړي:

۱- د اماراتو ښارګوټي په ۲م فاز کې ۴مه شمېره هټۍ.
۲- د اماراتو ښارګوټي په ۲م فاز کې ۵مه شمېره هټۍ.

ټول حکمي او حقیقي اشخاص، چې د یادو ملکیتونو د قرارداد غوښتونکي دي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د دغه اعلان له خپرېدو څخه تر ۱۰ ورځو پورې، د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره، د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند په قصبه کې د ملي پراختیا شرکت مرکزي دفتر ته وسپاري. د شرطپاڼې کتل حتمي دي او تضمین نغدي اخیستل کېږي.