د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست په پام کې لري، چې په کابل ښار کې خپل لاندې ذکر شوي ملکیتونه د درېیو کلونو لپاره په قرارداد ورکړي:
۱- په بګرامي ښارګوټي کې یو کانټینر (د ۱۴.۴ متر مربع په مساحت).
۲- د لاله ښارګوټي په سویل (جنوب) کې یو باب هنګر.
۳- د خوشحال خان ښارګوټي په ۵م بلاک کې ۲مه شمېره هټۍ.
۴- د خواجه رواش ښارګوټي په لومړي مارکېټ کې ۱۳مه شمېره هټۍ.
۵- د خواجه رواش ښارګوټي په دویم مارکېټ کې ۱۱مه شمېره غرفه.
۶- د خواجه رواش ښارګوټي په دویم مارکېټ کې ۴مه شمېره هټۍ.
۷- د خواجه رواش ښارګوټي په دویم مارکېټ کې ۳مه شمېره هټۍ.
۸- د خواجه رواش ښارګوټي په دویم مارکېټ کې ۵-۶ شمېره تهکوي.
۹- د لاله ښارګوټي ۴مه شمېره هټۍ.
۱۰- د لاله ښارګوټي ۸مه شمېره هټۍ.
هغه حکمي او حقیقي اشخاص (شرکتونه او په فردي توګه خلک) چې د یادو ملکیتونو د قرارداد کولو غوښتونکي دي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د دغه اعلان له خپرېدو څخه تر ۱۰ ورځو پورې، د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره، د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند په قصبه کې د ملي پراختیا شرکت مرکزي دفتر ته وسپاري. د شرطپاڼې کتل حتمي دي او تضمین نغدي اخیستل کېږي.
