د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، چې د جبلالسراج سمنټو فابریکې د ۱۴۰۵ کال اړوند(۱۵،۰۰۰) پنځلس زره ټنه تولیدېدونکي سمنټ د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلوري.
په شرایطو پوره ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، چې په دغه داوطلبۍ کې د ګډون په موخه، د شرطپاڼې کاپي د ملي پراختیا شرکت له مرکزي دفتر څخه چې په قصبه(د کابل ښار ۱۵مه ناحیه) کې موقعیت لري، ترلاسه کړي.
ګډونوال مکلف دي، چې خپل آفرونه د اعلان له خپرېدو څخه د ۱۴۰۵/۰۲/۲۳ نېټې تر چهارشنبې ورځې پورې، د ملي پراختیا شرکت د عامه اړیکو آمریت ته وسپاري.
د آفرونو پرانېست غونډه د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵/۰۲/۲۳ نېټه، له غرمې مخکې په ۱۰:۰۰ بجو د ملي پراختیا شرکت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.
