د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، چې د غوري سمنټو فابریکو د ۱۴۰۵ مالي کال (۲۱۶,۰۰۰) ټنه تولیدېدونکي سمنټ، د داوطلبۍ (مزایدې) له لارې وپلوري.

له همدې امله له ټولو هغو اشخاصو او شرکتونو څخه، چې د دې داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون لیوالتیا لري، غوښتنه کېږي چې د سمنټو د پلور اړونده شرط‌پاڼه د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې، قصبې سیمه کې د ملي پراختیا شرکت له مرکزي دفتر څخه ترلاسه کړي او د ګډون آفر دې د اعلان له خپرېدو څخه تر د ۱۴۰۵ کال د وري د مياشتې تر ۱۲مې نېټې  پورې د ملي پراختیا شرکت د عامه اړیکو آمریت ته وسپاري.

د یادونې وړ ده، چې له ټاکلې نېټې وروسته رسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي. دغه راز د داوطلبۍ غونډه به د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې په (۱۲مه) نېټه، د چهارشنبې په ورځ، سهار په (۱۰:۰۰) بجو د ملي پراختیا شرکت د مرکزي دفتر د غونډو په تالار کې ترسره شي.