ملي پراختیا شرکت له خپلې اړتیا څخه زیات او کارېدلي توکي، چې شمېر یې (۸۶۶) قلمه دی، د (۷،۶۸۴،۶۴۴) اووه میلیونه، شپږ سوه څلور اتیا زره، شپږ سوه څلور څلوېښت افغانۍ د لومړنۍ ټولیزې بیې په بدل کې د داوطلبۍ له لارې پلوري.
هغه اشخاص او شرکتونه، چې د یادو توکو د داوطلبۍ او لیلام په پروسه کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د روان کال د مرغومي مياشتې په ۲۷مه نېټه د سهار په لسو (۱۰:۰۰) بجو، د ملي پراختیا شرکت د مرکزي دفتر په انګړ کې، چې د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې قصبې سیمه کې موقعیت لري، ګډون وکړي.
د یادونې وړ ده، د تضمین پیسې، چې په ټولیزه توګه ۱۵ سلنه، یعنې (۱،۱۵۰،۰۰۰) یو میلیون، یو سل او پنځوس زره افغانۍ کېږي، باید د داوطلبۍ د پروسې له پیل مخکې وسپارل شي، که ګډونوال بریالی نه شي، د تضمین پیسې به ورته نغدې بېرته وسپارل شي.