ملي پراختيا شرکت په پام کې لري، خپل اړوند لاندې ملکیتونه چې د خواجه رواش او قصبې ښارګوټو  په لومړي او دویم مارکېټ کې موقعیت لري، د داوطلبۍ (مزایدې) له لارې د درېیو کلونو لپاره په اجاره ورکړي.

لومړی مارکېټ

د هټيو شمېرې: ۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۷، ۹، ۱۱، ۱۳، ۱۴، ۱۵، ۱۷، ۱۸، ۲۰، ۲۱، ۲۲، ۲۳، ۲۴، ۲۵، ۲۶، ۲۷، ۲۸، ۲۹، ۳۰، ۳۱، ۳۲، ۳۳.

دویم مارکېټ

د هټيو شمېرې: ۱، ۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۱۱.

ټول حقیقي او حکمي اشخاص، چې د یادو ملکیتونو په اجاره قرارداد ترلاسه کولو لېوالتیا لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان له خپرېدو وروسته تر (۷) ورځو، د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره، د ملي پراختیا شرکت مرکزي دفتر ته چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې د قصبې په سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. شرطپاڼه کتلی شي او تضمين په نغدي بڼه اخيستل کيږي.