د ملي پراختيا شرکت په پام کې لري چې خپل لاندې ملکيتونه د داوطلبۍ (مزایدې) له لارې د درېیو کلونو لپاره په اجاره ورکړي.

 

۱-  لاله ښارګوټي ته څېرمه، د قصبې او خواجه رواش د عمومي سړک پر سر (۴۱) متر مربع مساحت لرونکې د نانوايي هټۍ.

۲-  لاله ښارګوټي ته څېرمه، د قصبې او خواجه رواش د عمومي سړک پر سر (۱۴.۴)متر مربع مساحت لرونکی د خوراکي توکو پلورنځی (کانټينر).

۳-  په قصبې ښارګوټي کې ۷ شمېره يو باب لینټري هټۍ چې (۶۰) متره مربع مساحت لري.

 

یادونه:

د پورتنيو ملکيتونو د غوښتنلیک سپارلو موده د اعلان له خپرېدو څخه تر یوویشت (۲۱) ورځو پورې اعتبار لري.

غوښتونکي د داوطلبۍ شرطپاڼې ترلاسه کولی شي او تضمين په نغدي بڼه اخیستل کېږي.

 

ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې د پورتنيو ملکیتونو د اجارې تړون ترلاسه کولو لېوالتيا لري، خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له خپرېدو وروسته د ټاکل شوې مودې په اوږدو کې، د ملکیتونو د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره، د ملي پراختیا شرکت مرکزي دفتر ته په لاندې پته وسپاري.

پته: کابل ښار، ۱۵مه ناحیه، د کور جوړولو قصبه، د ملي پراختيا شرکت مرکزي دفتر.