د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست، د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د اماراتو استوګنیز ښارګوټي کې  د کور جوړولو ودانیز ریاست ملکیتونه د درې کلونو په قرار داد ورکوي:

 

۱- د اماراتو ښارګوټي په درېیم فاز کې یو باب دکان په ۳۳.۹۳ متره مربع مساحت کې.

۲- د اماراتو ښارګوټي په دوهم فاز کې یو باب دکان په ۱۷.۸ متره مربع مساحت کې.

 

هغه څوک، چې غواړي قرار داد وکړي د اعلان له خپرېدو  وروسته تر ۲۱ ورځو پورې دې خپلې غوښتنپاڼې د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست ته وسپاري، د شرطنامې تر لیدلو وروسته به تضمین ترې اخیستل کېږي.