د ننګرهار کانال شرکت اړوند ۲۰ زره جریبه ځمکې خړوبېدل
چهارشنبه ۲۲ سلواغه ۱۳۹۹ د ننګرهار وادی کرنیز شرکت "کانال" اړوند ۲۰ زره جریبه ځمکې خړوبولو په موخه د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت سره د لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. یاده پروژه د اسیایي پراختیايي بانک په مالي لګښت، د هډې فارم په سیمه کې د سولر تختو په نصبولو د ۱.۲ میګاواټه بريښنا په ظرفیت سره د پنځو واټرپمپونو په وسیله به ۲۰ زره جریبه ځمکه خړوبوي د یادې پروژې په پرانیستو سره به د ملی پراختیا شرکت د ننگرهار وادی کرنیز شرکت اړوند هډې فارم ځمکو حاصلات به څو چند زیات شي او ترې به ۲۰ زره کسان په مستقیم او ۸۶۰۰ کسان په غیر مستقیم توګه ګټه واخلي. د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د هډې فارم له ۴ زرو هکتاره ځمکې څخه یوازې ۱۶ سوه هکتاره ځمکه خړوبېده، چې د دې پروژې له پرانیستې څخه وروسته به ټول ۴ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي، چې له امله یې د سمسورتیا او د زراعتي محصولاتو په تولید کې به ډېروالی راشي.
د هلمند ولایت لوبغاړي یو معیاري جمنازیم ته لاسرسي مومي
سه شنبه ۲۱ سلواغه ۱۳۹۹ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د لوبو د یو سمبال جمنازیم پرانیستلو سره به، ددې ولایت ځوانان وشي کولی د ورزشي پروګرامونو او لوبو په لار اچولو کې ورڅخه ګټه واخلي. دا جمنازیم په یو وخت کې د ۱۵۰۰ تنو سیلانیانو د ځاییدو وړتیا لري او ودانیز کارونه یی د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز شرکت لخوا پلې کیږي چی کارونو له بشپړیدو وروسته، د لوبو ترسره کولو ته چمتو او پرانیستل شي.
د کنړ په خاص کنړ ولسوالۍ کې د یو جومات ودانیزې چارې روانې دي
دوشنبه ۲۰ سلواغه ۱۳۹۹ د کنړ په خاص کنر ولسوالۍ کې د یو جومات ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت لخوا روان دی، چې په یو وخت کې ترې ۶۰۰ لمونځ کوونکي ګټه پورته کولای شي. یاد جومات د ۳۷۷ جوماتونو له ډلې څخه یو دی، چې د ولسمشر د لارښونې پر بنسټ د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا د هېواد په کچه جوړېږي. همداراز په یاد ولایت کې د نورو جوماتونو ودانیزې چارې هم روانې دي.
د کندز په مرکزي روغتون کې په دو پوړونو کې د انتظار خونې
د کندز په مرکزي روغتون کې په دو پوړونو کې د انتظار خونې ودانۍ چې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا رغول شوی، ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.
په سمنګان کې د ۱۵۰۰کسانو په ظرفیت جمنازیوم
دوشنبه ۲۰ سلواغه ۱۳۹۹ د لوبغاړو د ستونزو د حل، د ځوانانو د هڅونې او لوبغاړو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار په سمنګان کې د یو جمنازیو چارې چې مخکې پیل شوی وه په پشپړېدو دی. د یاد جمنازیوم مالي لکښت د ملي پراختیا عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي او ودانیزې چارې یې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا پر مخ وړل کېږي. یاد جمنازیوم چې په ۱۹۵۰متر مربع ځمکه کې جوړېږي چې په یو وخت کې به د ۱۵۰۰ لیدونکو ظرفیت ولري.
په دایکندي کې ټولنیز سالون پرانیستې ته چمتو شوی دی
یکشنبه ۱۹ سلواغه ۱۳۹۹ د ټولنیز سالون ودانیز کارونه چې په ۷۰۰ متر مربع ځمکه کې جوړ شوی او د ۱۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري، بشپړ شوی او پرانیستې ته چمتو شوی. یاد سالون په اوسني معیارونو برابر د ټولنیزو غونډو لپاره د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا جوړ شوی. د ټولنیز سالون مالي لګښت د ملي پراختیا عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي، همداراز په دایکندي د ملي پراختیا شرکت لخوا د څو نورو پروژو کارونه هم روان دي.