Loading...
ساختماني راپورونه2020-11-02T14:48:07+04:30

له کاري ساحو څخه د ملي پراختیا شرکت د رییسانو او مسوولینو لیدنه

شنبه ۹ حوت ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت او جمهوري ریاست عملیاتي ادارې ګډ پلاوی د رییسانو او مسوولینو په ګډون، د ملي پراختیا شرکت د کاري زونونو د پروژو له کاري بهیر څخه د نظارت په پار د سفر لړۍ پیل کړه. په دې سفر کې د پروژو د نظارت سربېره به د بشپړ شویو پروژو پرانیسته او تسلیمي او همداراز له محلي چارواکو سره لیدنه وشي. ملي پراختیا شرکت اوس مهال په لسو کاري زونونو کې د جمنازیومونو، جوماتونو او انتظار خونو ودانیز کارونه بشپړ کړې دي.

فبروري 28th, 2021|Categories: راپورونه|

کندهار کې د یو جمنازیوم ودانیز کارونه په بشپړېدو دي

لوبغاړو ته د لوبو کولو اسانتیا برابرولو په پار، د کندهار په مرکز کې یو جمنازیوم د ۱۵۰۰ تنو سیلانیانو په ظرفیت سره جوړېږي. یاد جمنازیو د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا د ملي پراختیا عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ جوړېږي.

فبروري 24th, 2021|Categories: جوړول|

د ننګرهار جامع جومات ودانیز کارونه په بشپړېدو دي

د ننګرهار په مرکز کې د جامع جومات ودانیز کارونه په پشپړېدو دي او په نېږدې وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یاد جومات ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا پر مخ وړل کېږي.

فبروري 24th, 2021|Categories: جوړول|

بدخشان ولایت کې د ټولنیزو ستونزو د حل صالون

سه شنبه ۵ کب ۱۳۹۹ د بدخشان ولایت مرکز کې د یو باب ټولنیز صالون چې په نږدې ۷سوه مربع متره مساحت ځمکه کې جوړ شوی او په یو وخت کې د ۱۰۰۰کسانو د ځاییدو وړتیا لري کارونه بشپر او پرانیستو ته چمتو دی. د وخت په معیارونو سره برابر دا ټولنیز صالون چې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پای ته رسول شوي، خلکو ته به د ټولنیزو ستونزو د حل اړوند ناستو او غونډو د ترسره کولو په برخه کې آسانتیا رامنځته کړي. ددې صالون مالي لګښت د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له لورې ورکول شوی او له دې سربیره بدخشان ولایت کې په څو نورو ودانیزو پروژو هم کارونه روان دي.

فبروري 23rd, 2021|Categories: جوړول|

په غزني کې د الجهاد جومات ودانیز کارونه په تکمیلدو دي

سه شنبه ۵ کب ۱۳۹۹ په غزني د الجهاد جومات چې د اعلی حضرت محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې جوړ شوی وه، د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال پرې د الجهاد نوم پرې کېښودل شو. ولسمشر محمد اشرف غني غزنې ته د سفر پر مهال ژمنه وکړه چې یا جومات به په اساسي ډول ورغول شي. له ژمنې سره سم د الجهاد جومات ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا د ملي پراختیا عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ پیل شو. الجهاد جومات په درېیو پوړونو کې د ۶۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت سره ودان شوی چی کارونه یی مخ په بشپړېدو دي. همداراز د غزني په لسو ولسوالیو کې د لسو جوماتونو ودانیز کارونه هم روان دي، چې ډېر ژړ به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ملي پراختیا شرکت په هېواد کې د سترو ملي پروژه تطبیق تر څنګ، په هېواد کې د ۳۸۴ جوماتونو ودانیز کارونه هم روان کړي.

فبروري 23rd, 2021|Categories: جوړول|

په ننګرهار ولایت کښې د پاچاخان مقبره

په ننګرهار ولایت کښې د پاچاخان مقبره چی د ودانې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنایی ساختماني شرکت له خوا او د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ په تیر نیږدي وخت کښې تر سره شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

فبروري 23rd, 2021|Categories: جوړول|
Go to Top