په ختیځ زون کې دغنمواصلاح شوي تخمونه دځان بساینې په لور
دوشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰ د ننګرهار وادي کرنیز ریاست مسؤلینو دعبدالخېلو بلاک کې د غنمو د تریشل له چارو څخه د لیدنې پرمهال ددې ولایت بزګرانوته د اصلاح شوو تخمونو د تولید خبر ورکوي او وایي چې تېر کال اصلاح شوي تخمونه د کرنې او اوبولګولو وزارت په همکارۍ له کندز ولايت څخه ختیځ ته راوړل کېدل، په داسې حال کې چې اوس ننګرهار وادي کرنيز رياست دغه تشه ډکوي او نور به د ختيځ زون لپاره په پوره اندازه اصلاح شوي تخمونه په خپله تولید او بزګرانو ته په واک کې ورکړي، چې دغه چاره په ختیځ زون کې دځان بساینې په لورغټ ګام ده . دننګرهار وادي کرنیز ریاست رییس محمد بصیر حقیار وایي دوی د ننګرهار وادي کرنيز رياست د اصلاح شوو تخمونو د کر لپاره د هډې فارم عبدالخېلو بلاك کې ۴۷۶ جریبه ځمکه د یو پروتوکول له مخې ودان کرنیزشرکت ته ورکړې، چي ۵۱ سلنه د ننګرهار وادي کرنیز ریاست او ۴۹ سلنه به یې یاد شرکت اخلي دغه راز د ننګرهار کرنیز ریاست مسؤلینو د ودان کرنیز شرکت له مسؤل او د عبدالخېلو سیمې له مشرانو سره د غنمو د کرکیلې او په مناسب او خوندي ځای کې د اصلاح شوو تخمونو د ځای پرځای کیدوسپارښتنه وکړه.
د آقینې بندر ګمرک ودانۍ د جوړیدو چارې روانې دي
دوشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰ د آقینې بندر د ګمرک ودانۍ چې د ملي پراختیا شرکت له لوري یې د جوړیدو چارې روانې دي ۹ سلنه پرمخ تللي دي. دغه اداري ودانۍ د اندخوی ولسوالۍ آقینې بندر کې چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ګډه پوله جوړوي رغول کیږي، ددې ودانۍ ټول مساحت ۱۰۳۳ متر مربع ده او تعمیریې په ۷۶۰ متر مربع ځمکه باندې په درې پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول د ملي پراختیا شرکت اړوند د افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت یې دمالیې وزارت لخو ورکول کیږي. دآقینې بندرد افغانستان یو له مهمه بندرونو څخه شمیرل کیږي چې په جوړیدو سره به یې د سوداګرو او د ګمرک د کارکوونکو ستونزې هوارې شي.
د ملي پراختیا شرکت مخکینی د نظارت رییس، پلازمینې زون پراختیایي ادارې د تخنیکي مرستیال په توګه کارمندانوته ور وپیژندل شو
یګشنبه ۹ غبرګولی ۱۴۰۰ نن دیو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې جاوید اخلاص دپلازمینې زون دپراختیایي ادارې تخنیکي مرستیال په توګه خپله دنده پیل کړه. هغه غونډه چې په همدې موخه د پلازمینې زون پراختیایي ادارې د فتر کې جوړه شوې وه د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال ضیاالله شفیق، د پلازمینې زون پراختیايي ادارې عمومي رییس نجیب الله شینواري او د پلازمینې زون او ملي پراختیا شرکت بیلابیلو ادارو رییسانو ګډون کړی وو. په پیل کې دملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال ډاکټر ضیااالله شفیق، دجاوید اخلاص ګمارنه پرځای ګام وباله او هغه یې یو پاک نفسه او ژمن انسان یادکړ. نوموړي د ملي پراختیا شرکت او پلازمینې زون پراختیایي اداره د یوې سکې دوه مخونه یاد کړل او زیاته یې کړه چې ددې ادارو ترمنځ ښې اونږدې اړیکې ددې لامل ګرځیدلي چې ټولې پرمختیایي چارې په پوره دقت او ایماندارۍ سره پرمخ لاړې شي. ورپسې د پلازمینې زون د پراختیایي ادارې عمومي رییس نجیب الله شینواري جاوید اخلاص ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل: "داچې د یوې ادارې کړنې د درې اوصولو پربنسټ ولاړې وي چې هغه چټکتیا، روڼتیا او کیفیت ده؛ په عمل کې یې ثابته کړو چې له نیکه مرغه دغه وړتیا زه په ښاغلی اخلاص کې وینم". وروسته د ملي پراختیا شرکت د کورجوړونې رییس انجینر محمد میرویس ارغندیوال د اخلاص ګمارنه یو نیک اقدام اوهغه يې ددي پوسټ لپاره یو ژمن [...]
په بلخ ولایت کې ترکار لاندې پروژو څخه د ملي پراختیا شرکت د رهبري پلاوي لیدنه
شنبه ۸ غبرګولی ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ پلاوی د یو رسمي سفر په ترڅ کې ددې شرکت له لوري ترکارلاندې پروژو اوسیمو څخه د لیدنې په موخه بلخ ولایت ته تللی. په دې سفرکې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش، چې عملیاتي او تجارتي مرستیال ریاض الدین شریفي اوددې شرکت بیلابیلو برخو یوشمیر مسؤلین یې ملتیا کوي بلخ ولایت ته رسیدلي دي. دغه پلاوي د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي سره تر لیدنې وروسته یوځای د حیرتان دوه لارې کې د زراعتي کمپلکس څخه چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي لیدنه وکړه. د ملي پراختیا شرکت رهبري پلاوي ددې کمپلکس جوړیدل په بلخ ولایت کې د زراعتي تولیداتو په وده کې د اهمیت وړ وبلل او ټینګاریې وکړه چې چارې به یې د اوسني عصرپه معیارونو سمبال پرمخ لاړې شي. رهبري پلاوي په دې سفر کې همدارنګه له یوشمیرهغو پروژو څخه چې د ملي پراختیا شرکت له لوري ترکار لاندې دي لیدنه وکړه او اړونده مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې هیڅ ډول جوړ جاړی چې د کار دبې کیفیته کیدو لامل کیږي ورته د منلو وړ نه ده. دیادولو وړده چې اوس مهال په بلخ ولایت کې د ملي پراختیا شرکت له لوري پر لسګونه غټو او وړو پروژو کارونه روان دي چې د نمونې په توګه د حضرت علي (ک) د روضې ځینو برخو بیارغونه اوترمیم یادونه [...]
کندهار کې د آسان خدمت، عامه خدمتونو مرکز د ترمیم چارې دبشپړیدو په حال کې دي
شنبه ۸ غبرګولی ۱۴۰۰ په کندهار ولایت کې د آسان خدمت ودانۍ په بشپړیدوسره به ددې ولایت اوسیدونکو ستونزې هوارې او د عامه خدمتو پروسې به ګړندۍ اولنډې شي. کندهار ولایت کې د آسان خدمت مرکز د ودانۍ ترمیم چارې د ملي پراختیا شرکت دا فغاني و دانیز ریاست له لوري بیا رغول کیږي،چې شاوخوا ۳۴ اداري خونې لري چې په پرمختللي ټکنالوجۍ به سمبال وي. ددې ودانۍ دبیاغونې مالي لګښت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له لوري ورکول کیږي، چې څه دپاسه ۹۵ سلنه چارې یې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړه ده چې اوسمهال په کندهار ولایت کې د ملي پراختیا شرکت له لوري په څو لویو ودانیزو پروژو کارونه روان دي، چې د یوشمیرچارې یې دبشپړیدو په حال کې دي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
صکوکو مطبعې نوې ودانۍ رغنیزې چارې ګړندۍ روانې دي
شنبه ۸ غبرګولی ۱۴۰۰ د صکوکو دولتي مطبعې نوې ودانۍ د جوړولو چارې چې د کابل ښار اوومې ناحیې د جنګلک پخوانۍ فابریکې په سیمه کې موقعیت لري جوړیږي. دغه ودانۍ د ملي پراختیا شرکت د بنایي وادنیز ریاست له لورې جوړیږي چې مالي لګښت يې مالیې وزارت ورکوي. اوس مهال لسګونه کاریګر په دغه ودانۍ کې پر کار بوخت دي او ۲۶ سلنه چارې يې بشپړ شوي دي. دا پروژه په پرمختللو وسایلو سمبال كيږي؛ تر څو ټول ارزښت لرونکی اسناد په بشپړ امنیت سره د هیواد په داخل کې چاپ شي. د صکوکو مطبعې بنسټ د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د ارګ په شاهي باغ کې کیښودل شو او یوازینۍ دولتي مطبعه ده چې دچاپ په برخه کې تردې مهاله فعالیت لري.