ننګرهارکې د سړو خونو رغنیزې چارې
پنجشنه ۶ زمری ۱۴۰۰ په ننګرهار ولایت کې د رینګ روډ سیمه کې د سړو خونو رغنیزې چارې د ملي پراختیا شرکت بنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ روانې دي. دغه یو پوړیزه سړې خونې په ۳۶۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې په معیاري ډول جوړیږی چې په یو وخت کې به ۱۵۰۰۰مټریک ټن تازه میوو اوسبزیجاتوساتلو وړتیا ولري. د یادوسړو خونو جوړولو مالي لګښت د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې له خوا ورکول کیږی. دیا دونې وړ ده چې اوسمهال په کابل، فاریاب، بلخ، قندهار، فراه او نیمروز ولایتونوکې هم یوشمیر سړې خونې د ملي پراختیا شرکت له لوري دجوړیدو په حال کې دي.
د نیمروز پوهنتون لیلیې رغنیزو چاروکې د پام وړ پرمختګ شوی
چهارشنبه ۶ زمری ۱۴۰۰ د نیمروز ولایت پوهنتون کې د یو باب لیلیې د جوړولو چارې به ډیر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د نیمروز پوهنتون لیلیه په شپږو پوړونو کې د ټولو اړینو ملحقاتو په درلودلو سره جوړیږي،په یو وخت کې به د ۱۰۰۰ تنه محصلینو د ځایدو وړتیا ولري. دغه لیلیه د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يي د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې له خوا ورکول کیږي او عملي چاري يې ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي. دغه لیلیه په داسې حال کې د ملي پراختیا شرکت له لوري جوړیږي چې دروان کال په اوږدوکې لسګونه لیلیې په بیلابیلو ولایتونوکې د محصلینو د ستونزو له منځه وړلو په موخه ددې شرکت له لوري جوړې شوي دي.
کونړ کې به ډیر ژر یو ورزشي جمنازیم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
سه شنبه ۵ زمری ۱۴۰۰ کونړ ولایت کې د ورزشي جمنازیم د جوړیدو چارې د بشپړیدو په حال کې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه جمنازیم چې د جوړولو چارې یې دملي پراختیا شرکت اړوندبنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل کیږي مالي لګښت یې د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي او تردې مهاله یې ۹۲ سلنه رغنیزې چارې بشپړې شوې دي. یاد جمنازیم په څه دپاسه ۴۵۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې له ټولو اړینو ملحقاتو سره جوړیږي چی په يو وخت کې به د شاوخوا ۱۵۰۰ تنه نندارچيانو د ځاییدو ظرفيت ولري. د یادونې وړ ده چې په دې ولایت کې له جمنازیم سربیره د ملي پراختیا شرکت له لوري دڅو نورو بیلابیلو ودانیزو پروژو رغنیزې چارې روانې دي چې په پرانیستو سره به ېې اړونده برخو کې د خلکو ستونزې هوارې شي.
د پولي تخنیک پوهنتون چاپیریال ساتنې پوهنځي تدریسي تعمیر د جوړولو چارې پیل شوې
سه شنبه ۵ زمری ۱۴۰۰ د پولي تخنیک پوهنتون چاپیریال ساتنې پوهنځي تدریسي تعمیر د جوړولو چارې د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري پیل شوې. دغه تعمیر چې د ۴۰۰۰ تنو محصلینو د ځایدو وړتیا به ولري په پنځو پوړونو کې د ټولو اړینو ملحقاتو لکه: درسي خونې، کنفراس خونې، کمپیوتر لب، لابراتوار، شنه ساحه او نورو ټولو امکاناتو په درلودلو سره د جوړیدو په حال کې دی. د یاد تدریسي تعمیر مالي لګښت د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې له خوا ورکول کیږي. داپه داسې حال کې ده چې ملي پراختیا شرکت له دې وړاندې کابل پوهنتون کې دوه معیاري لیلیې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
بنو ولسوالۍ کې د چکډم جوړولو چارې د بشپړیدو په حال کې دي
دوشنبه ۴ زمري ۱۴۰۰ د بغلان ولایت بنو ولسوالی یوچ سیمه کې د چکډم جوړولو چارې به ډیر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شي. دغه چکډم ۱۵ متره اوږدوالی، ۸،۲ متره سور او ۵،۲ متره لوړوالی لري چې په یو وخت کې به د ۳۵۰۰۰ مترمکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا ولري. دغه چکډم د ملي پراختیا شرکت هلمند ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يې د اوبو د تنظیم ملي ادارې له خوا ورکول کیږي. یاد چکډم د ۸۰ هکتاره ځمکې خړوبولو وړتیا په درلودلو سره په داسي حال کې د ملي پراختیا شرکت له لوري جوړیږي چې دغه شرکت په ټول هیواد کې د لسګونه لویو او وړو بندونو د جوړولو چارې پیل کړي دي.
د فاریاب پوهنتون لیلیې رغنیزې چارې د بشپړیدو په درشل کې
دوشنبه ۴ زمری ۱۴۰۰ د فاریاب ولایت پوهنتون کې د یو باب لیلیې د جوړولو چارې به ډیر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د فاریاب پوهنتون لیلیه په ۲۲۰۰ متر مربع ځمکه له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۱۰۰۰ تنو محصلینو د ځایدو وړتیا ولري. دغه لیلیه د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يي د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې له خوا ورکول کیږي او عملي چاري يې ۸۰ سلنه بشپړې شوي دي. د یادونې وړده چې فاریاب ولایت کې د ملي پراختیا شرکت له لوري څوبیلابیلې پروژې د جوړیدو په حال کې دي چې یو شمیر يې ګټې اخیستنې ته سپارلې شوې دي.