د قلعه فتوح بڼ د تاریخي جومات د بیا رغونې او ترمیم چارې پیل شوې
د قلعه فتوح بڼ تاریخي جومات چې د کابل ښار په اوومه ناحیه کې موقعیت لري، د بیارغونې او ترمیم چارې ېې درې ورځې وړاندې پیل شوې. دا جومات چې ۱۲.۵متره وږوالی، ۱۰متره پلنوالی لري او ټولټال ۱۲۵متره مربع مساحت لري، د سیمې د ځايي مشرانو او د کلي د ملک په وینا شاوخوا ۱۳۰ کاله لرغونتیا لري. له دغه جومات سربیره په ۲۴جریبه ځمکه کې یو شمیر نورې ودانۍ لکه مدرسه، کور او ښوونځی، شاوخو۱۰۰ کاله وړاندې د هیواد د پخواني پادشاه امیر امان الله خان لخوا، د بخارا وروستني پاچا امیر سید عالم خان ته چې افغانستان ته مهاجر شوی وو وړکړل شوې او بښل شوې وې، چې لاهم دا بڼ د بخارا د پاچا بڼ په نوم یادیږي. دا جومات چې د ملي پراختیا شرکت د افغانی ساختماني فرعی شرکت لخوا په شپږو میاشتو کې، د۱،۹۶۵،۲۰۰ افغانیو په مالي لګښت بیارغول کیږي، د هغو ۱۲پروژو له ډلې څخه یو دی چې تړون ېې د روان کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نیټه د ملي پراختیا شرکت او د اطلاعاتو او کلتوروزارت ترمنځ لاسلیک شو.
کندهار او ننګرهار ولایتونو ته د ملي پراختیا شرکت د برنامو د مرستیال سفر
د ملي پراختیا شرکت د برنامو مرستیال نجیب الله شینواري د پروژې له کاري پرمختګ او همدا راز ددې شرکت له کاري شرکاوو، مسئولینو او کارمندانو سره د لیدنې په موخه کندهار او ننګرهار ولایتونو ته سفر کړی. ښاغلي شینواري په دې دوو ولایتونو کې د ملي پراختیا شرکت د پروژو د غوره پلي کیدو او کاري اغیزمنتیا د ډيرښت لپاره له مسئولینو سره د پروژې د ډيزاین او څرنګوالي په اړه خبرې او لازمې لارښوونې کړې. ددې سفر په ترڅ کې د ملي پراختیا شرکت د پلانونو مرستیال، د کندهار ولایت د میرهزار جومات د ودانیزو کارونو د بیا پيلیدو په موخه، چې د یو لړ لاملونو له امله ېې کارونه دریدلي وو له ځایی چارواکو او مشرانو سره وکتل او ددې پروژې کارونه له سره پیل شول. له بلې خوا د یادو ولایتونو ځایی چارواکو او مسئولینو له ښاغلی شینواري سره په کتنه کې د ملی پراختیا شرکت له کاري څرنګوالي څخه خوښی څرګنده کړه او د ملی پراختیا شرکت سره ېې د لا همغږی او همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
د هرات لوی جومات بیارغول کیږي
د هرات لوی جومات چې د دې ولایت یو له ارزښتمنو او لرغونو آثارو څخه ګڼل کیږي، د تاریخ په اوږدو کې یې ډیر لوړې او ژورې لیدلي او په مختلفو دورو کې څو ځله ترمیم او بیا رغول شوی هم دی. اوس مهال د دې لویې لرغونې ودانۍ د بیارغونې کار او د چت بیارغونه چې د کلونو په تیریدو سره ېې ځیان لیدلی وو او ترمیمولو ته ېې اړتیا درلوده، د ملي پراختیا شرکت لخوا پرمخ وړل کیږي. دا جومات چې د زړه پورې معمارۍ له امله نړیوال شهرت لري، د تاریخي اصل په ساتلو سره ېې بیا رغول کیږي. د یادونې وړ ده چې تر دې دمه ددې جومات۱۲ سلنه ودانیزې چارې پرمخ تللي او اوسمهال ېې د دېوالونو په خشتکارۍ، د گنبدو شاوخوا په پلسترکارۍ، نصبول ، بریښنایي سیستم او نورو اړینو برخو کارونه روان دي. د هرات د لوی جومات بيارغونه چې له ۳۱میلیونو څخه ډيرې افغانۍ ېې لګښت اټکل شوی، عملي چارې ېې د ملي پراختیا شرکت افغاني ساختماني فرعی شرکت پرمخ وړي او تمه ده د روان کال د سلواغې میاشتې تر ۱۵نیټې پورې ېې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.



