Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

په غزني کې په یو سل بستره روغتون ودانیز کارونه روان دي

پنجشنبه ۲ سلواغه ۱۳۹۹ په غزني ولایت کې د یو باب سل بستره روغتون د جوړولو عملي کارونه چې د تیر کال په غبرګولي میاشت کې پیل شوي وو، اوس مهال پکې شاوخوا ۵۵ سلنه پرمختګ شوی. دا روغتون چې مالي لګښت ېې د عامی روغتیا وزارت لخوا ورکړل شوی، ودانیز کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت اړوند د کور جوړونې ودانیز شرکت لخوا پرمخ وړل کیږي. یاد شوی روغتون په ۱۶جریبه ځمکه او په څلور بلاکونو کې د ټولو امکاناتو په درلودو سره ودانیږي، چې دوه بلاکونه ېې دوه پوړیز او دوه نوریې یو پوړیز دي.

جنوري 21st, 2021|Categories: جوړول|

د وادي کرنیز شرکت دریم فارم کې د کرنې ته د ځمکو چمتول کول او د ونو اصلاح

چهارشنبه ۱ سلواغه ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت اړوند د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چې په هیواد کې د کرنیزو محصولاتو او تولیداتو لوی دولتي شرکت دی؛ پاملرنه ورته کولی شي د کرنیزو محصولاتو، تولیداتو او تازه میوو په برخه کې هیواد په ځان بسیا کړي. په همدې موخه د ننګرهار کانال (وادي کرنیز شرکت) مسئولینو درېیم فارم کرنیزو ځمکو او بڼونو کې، د اوبو د تللو ویالو د پاک کارۍ، زېتون ونو د ښاخبرۍ او قوریه جاتو کې د کرنیزه صنعت (اګرو تخنیکي) فعالتونه پيل کړي، چې په ترڅ کې ېې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۵ جریبه ځمکه کرنې ته چمتو او کرنیزې چارې ېې پای ته رسیدلي دي. د ملي پراختیا شرکت او د کانال رهبرۍ، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د پرمختګ، پراختیا او چارو د سمون او هلته له کرنیزو ځمکو او بڼونو څخه د ښې استفادې او هغې د پراختیا لپاره هلې ځلې پیل کړي چې ورسره په هره برخه کې ښه بدلون راغلی.

جنوري 20th, 2021|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

هلمند ولایت کې د آبداتي پروژو له کاري بهیر څخه د ځایی چارواکو لیدنه

سه شنبه ۳۰ مرغومې ۱۳۹۹ تیره ورځ د هلمند ولایت یو شمیرو ځایی چارواکو دې ولایت کې د پنځه تاریخي پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او په بیارغونه کې ېې د ملي پراختیا شرکت کارونه ښه و ارزول او خوښي ېې ورڅخه څرګنده کړه. د پروژو له کاري بهیره د لیدونکو په ډله کې مرستیال والي او د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس هم شامل وو، چې د دې پروژ د ترمیم او بیارغونې چارو د ښه والي لپاره ېې خپل نظریات وړاندې کړل. دغه پروژو کې د ابن حبان بستي او شهیدانو د زیارتونو، د بُست څاه ته د تللې لارې او ګنبدې بیارغونه، د یخچال تنور او د بُست طاق ترمیماتي چارې شاملې دي، چې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز شرکت له خوا پرمخ وړل کیږي.

جنوري 19th, 2021|Categories: بیارغونه|

په کنړ کې ۲۰۰بستره روغتون

سه شنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۹ د هیواد په کچه د معیاري روغتیايي چوپړتیاوو د برابرولو په موخه، په کونړ ولایت په یو باب ۲۰۰ بستره روغتون ودانیزې چارې روانې دي. ددې روغتون ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت لخوا پلې کیږي. یاد روغتون چې په دریو پوړونو کې ودانیږي او د بنسټ ډبره ېې ولسمشر محمد اشرف غني لخوا کنړ ولایت ته د سفر پرمهال ایښودل شوې وه، د درملنې په موخه به په عصري روغتیايي وسایلو او ټولو امکاناتو سمبال وي.

جنوري 19th, 2021|Categories: جوړول|

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په هیواد کې د کب روزنې د پراختیا لپاره هڅې پیل کړي

دوشنبه ۲۹ مرغومی ۱۳۹۹ له کله نه چې ننګرهار کانال د ملي پراختیا شرکت اړوند شوی کارونه يې له پراختیايي پلان سره سم په چټکۍ سره پر مخ روان دي او په بیلابیلو څانګو او کاري برخو کې ېې په سلهاوو هیوادوال په مستقیم او په زرهاوو تنه په غیرې مسقتیم ډول په کار بوخت دي چې یو له هغو څانګو څخه د کبانو حوضونه دي. د ملي پراختیا شرکت په هیواد کې د کب روزنې د پراختیا او د کورنۍ اړتیا د پوره کولو لپاره، د کبانو د پالنې د سلګونه تولیدي فارمونو د جوړولو په موخه د ننګرهار ولایت ثمرخېلو سیمه کې د خپل ملکیت شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانکړې کړې؛ ۲۰ حوضونو کارونه پیل چې د لسو چارې ېې بشپړې او له ډلې ېې څلور ګټې اخیستنې ته وړاندې شوي هم دي. د کبانو د څلورو حوضونو له ډلې په دریو کې يې شاوخوا ۶زره کبان اچول شوي او څلورم حوض کې ۳۳۷ مادرسټاک کبانو پالنه هم پيل شوې چې د ټولو حوضونو له بشپړیدو وروسته به د کبانو له پلور څخه په میلیونونه افغانۍ کلنی عاید ترلاسه او له ګاونډیو هیوادونو څخه د کبانو د وارداتو کچه به هم راټیټه شي.

جنوري 18th, 2021|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت، د خرما بڼونو کې د نباتي امراضو او آفاتو د مخنيوي په موخه فعاليتونه پېل کړل

یکشنبه ۲۸ مرغومې ۱۳۹۹ په معیاري ډول د ودانیزو چارو د ترسره کیدو تر څنګ، د ملي پراختيا شرکت کرنیزې پراختیا ته هم ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي له خپلو اړوند کرنیزو ځمکو څخه ښه استفاده وکړي. په همدۍ موخه د ملي پراختيا شرکت او د ننګرهار وادي کرنیز شرکت رهبرۍ او مسئولین لاس په کار شوي څو د ننګر هار کانال د زراعتي ځمکو ښه ساتنه او هلته له شته بڼونو، چې یو له هغوی څخه د خرماوو بڼ دی ښه پالنه وکړي. دمګړۍ د خرماوو د حاصلاتو د لوړوالي او د ونو د امراضو او آفاتو د وقایې په موخه، ۳۰ تنه فني او مسلکي کارګرو د خرما په بڼ کې د ونو د بیخونو د نرمکارۍ، حېواني سرې د ورکړې، ګرده فشاني او انتقال او د خرما ونو د سمون لړۍ پېل کړې، چې د حاصلاتو په لوړوالې کې به کټوره واقع شي. د یادونې وړر ده له کله چې د ننګرهار وادی کرنیز شرکت د ملي پراختیا شرکت اړوند شوی، په هره برخه کې ېې سمون راغلی او همداشان د خُرماوو حاصلات ېې هم څو چنده زیات شوي دي.

جنوري 17th, 2021|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|
Go to Top