Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس تورخم ته سفر وکړ

‏د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش له خپل مل پلاوي سره د ننګرهار ولایت تورخم ته سفر وکړ او هلته یې د کډوالو په عمري پنډغالي کې د ياد شرکت له لوري د جوړېدونکي نوي اداري کمپلکس څخه لیدنه وکړه. ‏په دې سفر کې محترم عطاش د پروژې د پرمختګ څخه د ليدنې ترڅنګ له مسؤلینو، انجنیرانو، کارکوونکو او اړوندو ادارو استازو سره هم وکتل، د هغوی کړنې یې وستایلې او د چارو د پرمخ وړنې په پار یې ورته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. ‏نوموړي ټینګار وکړ، چې د پروژې کارونه باید پر وخت او په تخنیکي معیارونو برابر ترسره شي. ‏د يادونې ده، دا نوی اداري کمپلکس، چې په ۳۲۰۰ متره مربع ځمکه کې د مخکې جوړو قطعاتو په مرسته جوړېږي، ۶۰ اداري خونې، یو عصري کنفرانس خونه، تشنابونه او نورې لازمې اسانتیاوې لري، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

مې 1st, 2025|Categories: راپورونه|

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس د اغا جان بند له سیمې څخه د لېدنې په موخه ارزګان ولایت ته سفر وکړ

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش، چې تخنیکي پلاوي او د اروزګان ولايت ځايي مسوولينو یې ملتیا کوله د اغا جان بند د تفصیلي مطالعاتو او جيوتخنيک له روانو چارو څخه د لېدنې په موخه د ياد ولایت چنارتو ولسوالۍ ته سفر وکړ. په دې سفر کې یاد پلاوي د بند له سیمې، د جيوتخنيک له روانو چارو له نږدې لیدنه وکړه او د ملي پراختیا شرکت محترم اجرائیوي رئیس ډاډ ورکړ، چې د تفصیلي مطالعاتو او جیوتخنیک له چارو څخه وروسته به د بند د ډیزاین چارې هم پيل شي. دغه راز د اروزګان ولایت سیمه‌ییزو چارواکو او ولسونو له مرکز څخه د راغلي لوړپوړي پلاوي هرکلی وکړ او د پروژې د بریالیتوب لپاره یې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

اپریل 14th, 2025|Categories: راپورونه|

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس: د هېواد اقتصادي وده، شفافیت او نوښت زموږ لومړیتوبونه دي

پنجشنبه ۱۴۴۶ ھ ق کال شوال ۵مه/ ۱۴۰۴ هـ ش د وري په ۱۴مه نېټه د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش د ملي شرکت د غونډو په تالار کې د تېر شوي نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ په پار جوړې شوې غونډه کې د ملي شرکت کارکوونکو ته د اختر مبارکۍ ترڅنګ په خپله وینا کې د ادارې د لید لوري، ماموریت، لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو او اصلاحاتو په اړه مهم ټکي مطرح کړل. محترم عبدالرحمن عطاش د ملي پراختیا شرکت د موخو، ارزښتونو او اوږدمهاله ستراتیژۍ په اړه معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ، چې ملي شرکت د هېواد د اقتصادي ودې، زیربنایي پراختیا او عامه پروژو پلي کولو ته ژمن دی او په وينا یې، ملي شرکت هڅه کوي، چې د هېواد ملي پراختیا لپاره د تلپاتې او بنسټیزو پروژو تطبیق ته زمینه برابره کړي. همدا راز نوموړي د ملي شرکت د روانو پروژو، لاسته راوړنو او د کارکوونکو له هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د دې ادارې هر پرمختګ د کارکوونکو د ژمنتیا او هلو ځلو نتیجه ده، د بېلا بېلو پراختیايي پروژو یادونه یې وکړه، چې د ملي شرکت د هڅو له برکته تطبیق شوي، یو شمېر د تطبیق په حال کې دي او یو شمېر سترې او ملي برنامې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي. محترم عبدالرحمن عطاش وویل، د کارکوونکو مسلکي پرمختګ ته باید ځانګړې پاملرنه وشي، څو [...]

اپریل 3rd, 2025|Categories: راپورونه|

د افغانستان اسلامي امارت یوه لوړ پوړي پلاوي د قوش تېپې کانال چارو څخه د لیدنې لپاره دغې سیمه ته سفر وکړ

چهارشنبه ۱۴۴۶ ھ ق کال شعبان ۲۰مه/ ۱۴۰۳ هـ ش کب په ۱ نېټه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت یو لوړ پوړي پلاوي د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال د اوسني وضعیت او پرمختګ څخه د لیدنې په موخه شمالي ولایتونو ته سفر وکړ او هلته یې د ملي پراختیا شرکت له عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش سره ولیدل. نوموړي پلاوي د قوش تېپې کانال له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړه او په سیمه یې له روانو چارو د خوښۍ ترڅنګ د ملي پراختیا شرکت له نه ستړې کېدونکو هڅو مننه وکړه او هم یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. دغه راز پلاوي د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او ګډو هڅو پر بنسټ ټینګار وکړ، چې دغه پروژه د اوبو د مدیریت او اقتصادي ودې په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت ستراتیژیک هدفونه پوره کړي. د یاده ونې وړ ده، چې نوموړې کمېټه څه موده وړاندې د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت له لوري د اړوندو ادارو ترمنځ د قوش تېپې کانال په اړه د لا زیاتې همغږۍ رامنځ ته کولو لپاره جوړه شوې وه، چې په رأس کې یې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري، د ټولګټو چارو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح، د اراضي عمومي رئیس مولوي محمود مظلوم، د اوبو او انرژۍ وزارت، د اوبو [...]

فبروري 19th, 2025|Categories: راپورونه|

د امارتي شرکتونو لوی رئیس، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس او مل پلاوي د قوش تپې ستر او ملي کانال له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۱۴۴۶ ھ ق کال رجب المرجب ۲۲مه/ ۱۴۰۳ هـ ش سلواغې په ۴مه نېټه  د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش او مل پلاوي د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د قوش تپې ستر او ملي کانال له سربند، دویم فاز او د کانال په مسیر کې د پلونو جوړولو له روانو چارو څخه لېدنه وکړه. په دې لېدنه کې مولوي احمد جان بلال د قوش تپې کانال پروژې اهمیت په ډاګه او دا یې د افغانستان د اوبو مدیریت او د کرنې میکانیزه کولو لپاره یوه له مهمو او ستراتېژیکو پروژو څخه وبلله. ښاغلي بلال په دې برخه کې د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ کړنې وستایلې او په سیمه کې تر سره شوي پرمختګونه یې له تمې څخه لوړ یاد کړل. دغه راز د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش د امارتي شرکتونو له لوی رئیس څخه مننه وکړه، چې د قوش تپې ستر او ملي کانال د پروژې له روانو چارو څخه یې له نږدې لېدنه وکړه. ښاغلي عطاش د خپلو خبرو په ترڅ کې هېواد والو ته ډاډ ورکړ، چې د قوش تپې ستر او ملي کانال چارې په ټولو اړینو معیارونو برابرې په خورا چټکۍ سره د افغاني انجنیرانو له لوري پرمخ روانې دي. د یادولو وړ ده، د قوش تپې ستر او ملي کانال [...]

جنوري 23rd, 2025|Categories: راپورونه|

د ارزگان ولایت د آغا جان بند د سروی او ډیزاین چارې پیل شوې

نیته ۱۴۰۳/۷/۷ د آغا جان بند چې د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ کې پروت دی، د سروی او ډیزاین چارې یې د 14۰۳/۰۷/۰۷ مه نېټه د ا.ا.ا  د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د ملي پراختیا شرکت مسئولینو، د اوبو او انرژۍ وزارت مسئولینو، د ارزګان ولایت مسئولینو، قومي مشرانو او ځایي اوسېدونکو پر ګډون او موجودیت کې پیل شوې. د نوموړي بند، سروی او ډیزاین چارې د ا.ا.ا د مشرتابه عالي مقام د حکم پر بنسټ، ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوی دی او په دغه برخه کې د ملي پراختیا شرکت مسئولین ژمن دی چې د نوموړي بند چارې به په معیاري او چټک ډول پر مخ وړي او پروژه به پر ټاکلې نېټه، ګټې اخیستنې ته سپاري.

سپتمبر 28th, 2024|Categories: راپورونه|
Go to Top