Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

قلعه شانان کې د ډبرینو سړکونو جوړیدو چارې ګړندۍ روانې دي

چهارشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰ د کابل ښار دولسمې ناحیې قلعه شانان سیمه کې د ډبرینو سړکونو د جوړولو چارې ګړندۍ روانې دي چې ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا پروژه چې دجوړیدو چارې یې دملي پراختیا شرکت دافغاني ودانیز ریاست پرمخ وړي، مالي لګښت یې د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې له لوري ورکول کیږي. ددغو سړکونو غاړې ته د ویالو د جوړولو او کانګریټ کارونه بشپړ شوي او اوس یې د ډبرین فرش کارونه هم دبشپړېدو په حال کې دي، چې په ګټې اخیستنې سره به یې دقلعه شانان دسیمې زرګونه اوسیدونکو دتګ راتګ ستونزې هوارې شي.

جون 2nd, 2021|Categories: جوړول|

دملي پراختیا شرکت له رهبرۍ څخه د پنجشیر پوهنتون مسؤلینو غوښتنه

سه شنبه ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰ نن د پنجشیر پوهنتون رییس او استادانو د ملي پراختیا شرکت د دفتر له رییس سره د لیدنې په ترڅ کې د پنجشیر پوهنتون په انګړکې دښځینه محصلینو لپاره دلیلیې،جومات، جمنازیم، کتابتون او کمپیوترلب دجوړیدو غوښتنه وکړه. هغه ناسته چې په همدې موخه دملي پراختیا شرکت د دفتر رییس رفیع الله عزیزي په د فتر کې جوړه شوې وه په پیل کې ښاغلي عزیزي د پوهنتون رییس او استادانو ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل" دملي پراختیا شرکت رهبري او مسؤلینو هغه څه چې وایي عمل پرې کوي اوکومې ژمنې یې چې کړي پرهغو یې عمل کړی ده ". وروسته د پنجشیر پوهنتون رییس او استادانو د ملي پراختیا شرکت له رهبرۍ څخه دمننې ترڅنګ هغه غوښتنې چې ددې پوهنتون مسؤلینو له ځان سره راوړې وې ښاغلي عزیزي سره شریکې او د تطبیق غوښتنه يې وکړه. په پای کې رفیع الله عزیزي د پوهنتون له رییس او استادانو سره ژمنه وکړه چې د دوي غوښتنې او وړاندیزونه به ددې شرکت له رهبرۍ سره شریک او جدي تعقیب کړي. د یادونې ده چې د پنجشیر پوهنتون په څلور پوهنځیو کې ۲۵۰۰ محصلین په داسې حال کې په زده کړو بوخت دي چې دغه پوهنتون له ډیرو کمو امکاناتو برخمن ده.

جون 2nd, 2021|Categories: راپورونه|

بامیانو کې به ډیر ژر یو ورزشي جمنازیم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

سه شنبه ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰ بامیانو ولایت کې د ورزشي جمنازیوم د جوړیدو چارې د بشپړیدو په حال کې دي او ډیر ژربه د دې ولایت ځوانانو ته د لوبو ترسره کولو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه جمنازیم چې د جوړولو چارې یې دملي پراختیا شرکت اړوند دبنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل شوي مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکړل شوی. دغه جمنازیم په څه دپاسه ۲۰۰۰ مربع متره مساحت ځمکه کې جوړشوی چی په يو وخت کې به د شاوخوا ۱۵۰۰ تنه نندارچيانو د ځاییدو ظرفيت ولري. داپه داسې حال کې ده چې دې ته ورته جمنازیمونه دهیواد په یو شمیر نورو ولایتونوکې هم ترکار لاندې دي چې په جوړیدو سره به یې د ډیری ځوانانو له لوبو سره نوره مینه هم پیدا شي.

جون 1st, 2021|Categories: جوړول|

په پکتيا کې سل بستريز روغتون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

دوشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰ نن په پکتيا ولايت کې دکرونا ناروغانو لپاره سل بستريز روغتون دپکتيا مرستيال والي، عامې روغتیا رييس او يو شمير بيلابيلو ادارو رييسانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه روغتون چې دپکتيا مرکز ګردیز ښار کې موقعیت لري دملي پراختيا شرکت له لوري جوړ شوی او مالي لګښت يې دجمهوري رياست عملياتي ادارې لخوا ورکړل شوی دی. دغه سل بستريز روغتون به په ټولو روغتيايي امکاناتو سمبال دکرونا لرونکو ناروغانو په خدمت کې وي.

جون 1st, 2021|Categories: جوړول|

د ملي پراختیا شرکت له رهبرۍ سره ددې شرکت د کار کوونکو لارښوو نیزه ناسته

دوشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰ دملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش د یوې ناستې په ترڅ کې چې مالي او اداري مرستیال ډاکټر ضیاالله شفیق،عملیاتي او تجارتي مرستیال ریاض الدین شریفي هم ګډون درلود ددې شرکت کارکوونکوته د پروژو د مؤثره او ښه کیفیت په ترسره کیدو لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. ښاغلي عطاش له ټول ټیم څخه د دوي د نه ستړې کیدونکو هلوځلومننه وکړه او زیاته یې کړه چې دې شرکت په کم وخت کې وکولی شول چې د هیواد په ۳۷۷ ولسوالیو کې فزیکي حضور پیدا کړي او وکولی شي بنسټیزې پروژې پلې کړي. هغه زیاته کړه " افغانستان دکاري نیرو ترڅنګ، هم پریمانه د اوبو منابع لري اوهم پریمانه ځمکه یواځینی شی چې ورته اړتیا لیدل کیږي هغه قوي اراده ده چي زه یې ستاسې هریو په وجود کې وینم" ښاغلي عطاش همدارنګه وویل چې او سمهال زمونږ هیواد په یوه لوی امتحان کې لویدلی؛ خو کولی شو په پوره صداقت اوبشپړې ژمنتیا سره له دې لوی امتحان نه بریالي را ووځو. د ناستې په پای کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي ریس دا د ټولو دنده وبلله او ټینګار یې وکړ؛ ترڅو له فقرڅخه لرې ټولنې په رامنځته کیدوکې هڅې وکړو.

جون 1st, 2021|Categories: راپورونه|

په ختیځ زون کې دغنمواصلاح شوي تخمونه دځان بساینې په لور

دوشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰ د ننګرهار وادي کرنیز ریاست مسؤلینو دعبدالخېلو بلاک کې د غنمو د تریشل له چارو څخه د لیدنې پرمهال ددې ولایت بزګرانوته د اصلاح شوو تخمونو د تولید خبر ورکوي او وایي چې تېر کال اصلاح شوي تخمونه د کرنې او اوبولګولو وزارت په همکارۍ له کندز ولايت څخه ختیځ ته راوړل کېدل، په داسې حال کې چې اوس ننګرهار وادي کرنيز رياست دغه تشه ډکوي او نور به د ختيځ زون لپاره په پوره اندازه اصلاح شوي تخمونه په خپله تولید او بزګرانو ته په واک کې ورکړي، چې دغه چاره په ختیځ زون کې دځان بساینې په لورغټ ګام ده . دننګرهار وادي کرنیز ریاست رییس محمد بصیر حقیار وایي دوی د ننګرهار وادي کرنيز رياست د اصلاح شوو تخمونو د کر لپاره د هډې فارم عبدالخېلو بلاك کې ۴۷۶ جریبه ځمکه د یو پروتوکول له مخې ودان کرنیزشرکت ته ورکړې، چي ۵۱ سلنه د ننګرهار وادي کرنیز ریاست او ۴۹ سلنه به یې یاد شرکت اخلي دغه راز د ننګرهار کرنیز ریاست مسؤلینو د ودان کرنیز شرکت له مسؤل او د عبدالخېلو سیمې له مشرانو سره د غنمو د کرکیلې او په مناسب او خوندي ځای کې د اصلاح شوو تخمونو د ځای پرځای کیدوسپارښتنه وکړه.

جون 1st, 2021|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|
Go to Top