Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د توغبیردي ښوونځی ګټې اخیستنې ته چمتو ده

چهارشنبه ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۰ د پروان ولایت مرکز چاریکار کې د توغبیردي ښوونځي چارې بشپړې شوي او ډیرژربه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه ښوونځی چې ۶۴۰ متر مربع مساحت لري د ټولو امکانات په درلودلو لکه ۱۶ درسي خونې، د څښلواوبو ذخیره، د ساتونکو لپاره خونې او پیاده روونه په دریو پوړونو کې د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړشوی دی. دا ښوونځی په داسې حال کې پرانستل کیږي چې د ملي پراختیا شرکت له لورې په بیلابیلو ولایتونو کې د یوشمیر نورو ښوونځیو رغنیزي چارې هم روانې دي.

جون 23rd, 2021|Categories: جوړول|

د پکتیا میلمستون جوړولو چارې د بشيړیدو په درشل کې

سه شنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۰ د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د یو باب میلمستون د جوړولو چارې د بشپړیدو په حال کې دي چې ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه میلمستون د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لورې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت په څه د پاسه ۱۰۰۰ متر مربع ځمکه باندې، چې ۷۶ د خوب خونې، یوخوړنځای، دغونډو دوه لوی تالارونه، دوه پخلنځایونه، بیلابیلې اداري خونې او ګدامونو لري جوړ شوی چې ډیرژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړده چې په بیلابیلو ولایتونو کې دې ته ورته نور میلمستونونه هم د ملي پراختیا شرکت له لوري دجوړیدو په حال کې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

جون 8th, 2021|Categories: جوړول|

پکتیا کې د ورزشي جمنازیم د جوړیدو چارې بشپړې شوې

دوشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰ پکتیا ولایت کې د ورزشي جمنازیوم د جوړیدو چارې بشپړې شوې او ټا کل شوې چې ډیر ژرګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه جمنازیم چې د جوړولو چارې یې دملي پراختیا شرکت اړوند دبنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل شوي مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکړل شوی، چې دجوړیدو چارې یې بشپړې او دپرانیستو په درشل کې ده. یاد جمنازیم چې په څه دپاسه ۲۰۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړشوی په يو وخت کې ۱۵۰۰ تنه نندارچيانو د ځاییدو ظرفيت ولري. دا په داسې حال کې ده چې د ملي پراختیا شرکت د جوماتونو، روغتونونو، اوبو کانالونواو نورو بیلابیلو رغنیزو پروژو ترڅنګ د ورزشي جمنازیمونو جوړلو ته هم پوره پاملرنه کړې.

جون 8th, 2021|Categories: جوړول|

سږکال به ننګرهار کې د خرما په حاصلاتو کې د پام وړ ډیروالی راشي

یکشنبه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۰ د ننګرهار وادي کرنیز ریاست د خرماوو په حاصلاتو کې به د نورو کالنو په پرته سږ کال درې برابره ډیروالی راشي. د هډې فارم آمر انجنیر سید آغا میاخیل د ننګرهار وادي کرنیز ریاست رییس محمد بصیر حقیار ته د هډې فارم څخه د لیدو پرمهال وویل: «سږ کال به د اټکل له مخې د تیر کال په پرتله ددغه بڼ د خرماوو حاصلات درې برابره زیات شی، تېر کال يې حاصلات پنځه ټنه و سږ کال به ۱۵ ټنه ورسیږي.» د خرماوو دغه بڼ چې د هډې فارم په دویم بلاک کې موقعیت لري په ۴۰ جریبه ځمکه کې يې په زرهاوو بوټي کرل شوي دي. د یادونې وړ ده چې د ملي پراختیا شرکت اړوند ننګرهار وادي کرنیز ریاست په پلان کې لري چې په ۱۸۰ جریبه ځمکه باندي یو بل د خرماوو بڼ هم جوړ کړي.

جون 8th, 2021|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

په مقر کې د غازي امان الله خان ماڼۍ کارونه د بشپړیدو په حال کې دي

یکشنبه ۱۶ غبرګولي ۱۴۰۰ دغزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د غازي امان الله خان ماڼۍ د بیا رغیدو چارې بشپړې شوي او په نږدې راتونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه ماڼۍ چې د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري رغول کیږي مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې له لوري ورکول کیږي. د غازي امان الله خان ماڼۍ د اماني دورې له ماڼیو څخه ده چې د تیرو جګړو په لړ کې ویجاړه شوې وه او اوس ېې د بیارغونې کارونه دبشپړیدو په حال کې دي چې ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د غه ماڼۍ غازي امان الله خان د خپلې واکمنۍ پرمهال کندهارته د تګ -راتګ پرمهال د دمه کیدو په موخه جوړه کړې وه چې په ورته وخت کې به یې په دې ځای کې دخلکو سره له نږدې د دوي ستونزې هم اوریدې.

جون 8th, 2021|Categories: بیارغونه|

رحمت الله احمدي د شمال د ډبروسکرو شرکت د سرپرست په توګه وټاکل شو

شنبه ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت د رهبري پلاوي له لوري رحمت الله احمدي د شمال د ډبروسکرو شرکت د سرپرست په توګه معرفي او په کار یې پیل وکړ. هغه غونډه چې په همدې موخه د ملي پراختیا شرکت د شمال د ډبروسکرو په شرکت کې نیول شوې وه د بغلان والي محمد اکبر بارکزي، د ملي پراختیا شرکت عملیاتي او تجارتي مرستیال ریاض الدین شریفي او یو شمیر نورو کارکوونکو ګډون کړی وو. په یاده غوڼده کې ښاغلي احمدي د ملي پراختیا شرکت او حکومت له باور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې په ټول قوت سره به ددې شرکت د ظرفیت لوړولو په برخه کې هڅې وکړي. رحمت الله احمدي د اقتصاد په طبیعی سرچینو Mineral Economic کې د ماسترۍ ترکچې لوړې زده کړې کړي او د مدیریت په برخه کې له کافي تجربې څخه برخمن ده؛ هغه د معدن او پټرولیم وزارت او نورو بیلابیلو بنسټونوسره په پرمختايي برخوکې څه د پاسه لس کاله کار کړی دی.

جون 8th, 2021|Categories: راپورونه|
Go to Top