Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

هرات کې د صنعتي ښارګوټي احاطوي دیوال د جوړیدو چارې پیل شوې

سه شنبه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰ په هرات ولایت کې د صنعتي ښارګوټي احاطوي د یوال، امنیتي برجونو او د روازو جوړیدو د بنسټ ډبره د صنعت او سوداګرۍ وزیرنثار احمد فیضي غوریاني، هرات ولایت مقام مرستیال اویو شمیرسوداګرولخوا کیښودل شوه. دغه د یوال په لومړي پړاو کې د ۶ کیلو متره په اوږدوالي د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړیږي،چې مالي لګښت یې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت له لخوا ورکول کیږي. مسؤلین ددې ښارګوټي داحاطوي دیوال ،امنیتي برجونو او دروازو دجوړیدو موخه د امنیتي ستونزو د له منځه وړلو ترڅنګ په صنعتي ښارګوټي کې د پانګه اچوونکو او سوداګرو لازیاته هڅوونه یاده کړه؛ ترڅو په ډاډه زړه فابریکې او کارخانې زیاتې کړي. د یادونې ده چې دهرات صنعتي ښارګوټی په دریو فازونوکې څه د پاسه ۳۰۰ کارخانو په درلودلو سره یو د هیواد له اقتصادي زو نونو څخه ګڼل کیږي، چې د صنعت او سوداګرۍ د وزیر په وینا ټاکل شوې څلورم فاز یې د ۱۵۲ فابریکو په جوړولوسره په راتلونکي کې جوړشي.

جولای 6th, 2021|Categories: جوړول|

د مچلغو بند د جوړلو چارې دپرمختګ په حال کې

سه شنبه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰ د مچلغو بند د هیواد له مهمو بندونو څخه شمیرل کیږي چې دپکتیا ولایت احمد ابا ولسوالۍ په ۲۵ کیلو مترۍ کې موقیعت لري. دغه بند ۲۶۰ متره اوږد والی ۲۸۰ متره سور ۴۷ متره لوړ والی چې د ۵،۳ میلیونه متر مکعب اوبو دذخیره کیدو ظرفیت لري او همدارنګه د اوبو اخیستو ساحه یې۶۶،۸۵ کیلو متره مربع ده. د مچلغو بند د ملي پراختیا شرکت بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي، چې اوسمهال شاوخوا ۹۰۰ تنه مسلکي او غیرمسلکي کارکوونکي په کې په کار بوخت دي اوتر دې مهاله یې ۳۰ سلنه رغنیزې چارې پرمخ تللي دي. ددغه مهمه بند په جوړیدوسره به د۲۹۳ کیلو واټه برق د تولید ترڅنګ ۲۳۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي. د ویلوده، چې د مچلغو بند دجوړیدو چارې لومړی ځل د لومړني ولسمشر سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال پيل شوې، خو د کورنيو ستونزو له امله يې کارونه په هماغه پيل کې بیرته پاتې شول.

جولای 6th, 2021|Categories: راپورونه|

د پلان جوړونې او راپور ليکنې يو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰ نن د ملي پراختیا شرکت د تولیدي او تجارتي چارو دهمغږۍ معاونیت له لوري د پلان جوړونې او راپور ليکنې يو ورځنی ورکشاپ ترسره شو. په پیل کې د تولیدي اوتجارتي چارو دهمغږۍ مرستیال ښاغلي ریاض الدین شریفي د داسې پروګرامونو جوړول خورا مهم یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې په ورکشاپ کې حاضر ګډونوال دې په خپلو ریاستونوکې نورو همکارانو سره هم دغه معلومات شریک اوګټه ترې پورته کړي. په ورته وخت کې چمتو شوي پریزنټیشنونه د ښاغلي شریفي له لوري وړاندې شول چې په کې د پلان جوړونې پر اهمیت،موخو، ګټو، ځانګړتیاوو، ډولونو، پړاونو او دغه راز د یو ښه راپور په ځانګړتیاوو مفصل او هر اړخیزبحث ترسره شو. ددې ورکشاپ تسهیل کوونکی د ملي پراختیا شرکت بشري سرچینو آمریت د ظرفیت لوړونې څانګه وه. د یادونې ده چې له دې مخکې هم ملي پراختیا شرکت په بیلابیلو برخوکې ورته د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه ددې شرکت کارکوونکوته ورکړل شوي دي.

جولای 6th, 2021|Categories: راپورونه|

په کابل کې د تدریسي او بدني روزنې ریاست ودانۍ رغول کیږي

دوشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰ د کابل چمن حضوري سیمې غازي ستډیوم کې د بدني روزنې ریاست او تدریسي ودانۍ د جوړیدو چارې روانې دي. دغه ودانۍ په ۱۹۵۷ مترمربع مساحت ځمکه باندې په دوه برخو (اداري او تدریسي) په ۴ او ۵ پوړونوکې له ټولو اړینو ملحقاتوسره جوړیږي. د بدني روزنې دغه ودانۍ د ملي پراختیا شرکت بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي، چې مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي. په کابل کې د بدني روزنې ریاست او تدریسي ودانۍ په داسې حال کې دملي پراختیا شرکت له لوري رغول کیږي، چې اوسمهال دغه شرکت د ودانیزو پروژو ترڅنګ؛ دهیواد په بیلابیلو برخو کې د یو شمیر ورزشي جمنازیومونو رغولو چارې پر غاړه لري.

جولای 5th, 2021|Categories: جوړول|

ډیر ژربه پکتیکا ولایت کې د یو ورزشي جمنازیوم چارې بشپړې شي

یکشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰ پکتیکا ولایت کې د ورزشي جمنازیوم د جوړیدو چارې ۹۵سلنه بشپړې شوي چې ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه جمنازیوم چې د جوړولو چارې یې دملي پراختیا شرکت اړوند دبنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل کیږي، مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ور کړل شوی. یاد جمنازیوم چې په څه دپاسه ۲۰۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړشوی په يو وخت کې به د ۱۵۰۰ تنه نندارچيانو د ځاییدو ظرفيت ولري. دا په داسې حال کې ده چې د ملي پراختیا شرکت د جوماتونو، روغتونونو، اوبو کانالونو او نورو بیلابیلو رغنیزو پروژو ترڅنګ د ورزشي جمنازیمونو جوړلو ته هم پوره پاملرنه کړې.

جولای 4th, 2021|Categories: جوړول|

د سردار داود خان مقبرې ودانیزو چارو کې پرمختګ

یکشنبه۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰ دافغانستان د لومړي جمهور رئیس سردار محمد داودخان مقبره د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لورې جوړیږي چې ۸۰ سلنه چارې يې بشپړې شوي او ډیر ژر به يې کارونه پای ته ورسیږي. دغه مقبره د کابل په تاج بیک تپه باندي جوړیږي، درې لوی تالارونه، دوه کتابتونونه او دوه نندارتنونه لري چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي. د سردار محمد داودخان مقبره په داسې حال کې د ملي پراختیا شرکت له لورې جوړیږي چې دغه شرکت په ټول افغانستان کې دلسګونو تاریخی ځایونو د بیا رغولو او رغنیزو چارو پلي کولو مسولیت لري.

جولای 4th, 2021|Categories: جوړول|
Go to Top