دوشنبه ۱۷ ليندۍ ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت د کابل په موسهي ولسوالۍ کې د یو باب پنځوس بستره روغتون ودانیزې چارې پرمخ وړي او پرانیستو ته چمتو دی.
دا روغتون د پلازمینې کابل په ولسوالیو کې د کویډ ۱۹د هغو پنځو روغتونو له ډلې څخه یو دی چې د جمهوري ریاست د ملي پرختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ جوړیږي.
یاد۵۰ بستریز روغتون چې د ایمرجنسي، عملیات، اکسرې، لابراتوار، درملتون، پاملرنې او ریکاوري ځانګړې خونې لرې، د موسهي ولسوالۍ اوسیدونکي به د کرونا ناروغۍ د لمنځه تلو او کابو کولو وروسته هم وشي کولی ورڅخه ګټه واخلي.