په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د ملي پراختيا شرکت د سوداګريزو چارو رئیس دوکتور فیضانالحق “فیضان” د ور پېښې ناروغۍ له امله د حق داعیې ته لبیک ووایه.
د ملي پراختيا شرکت رهبري او ټول کارکوونکي مرحوم ته د لوی او مهربانه ذات له دربار څخه د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر او عظیم اجر دعا کوي.
د ملي پراختيا شرکت رهبري د مرحوم فيضان مړينه د افغانستان او په ځانګړې توګه د ملي پراختيا شرکت لپاره یوه نه جبران کېدونکې ضایعه ګڼي.
څښتن تعالی دې ورته راتلونکی مزل آسانه کړي!
انا لله وانا الیه راجعون!
