د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، چې خپل اړوند لاندې ملکیتونو د داوطلبۍ (مزایدې) له لارې د درېیو کلونو لپاره په کرايه ورکړي.

• د اماراتو ښارګوټي درېیم فاز کې (۳۲) متر مربع مساحت لرونکې هټۍ
• د اماراتو ښارګوټي دویم فاز کې شپږمه شمېره یو باب هټۍ
• د قصبې بازار کې د نانوایۍ لپاره (۱۶۵) متر مربع مساحت لرونکې هټۍ
• د اماراتو ښارګوټي کې (۹) متر مربع مساحت لرونکې ۲ شمېره فلزي غرفه
• د کابل ښار ۵مه ناحیه، خوشحال خان ښارګوټي پنځم بلاک کې د سوپرمارکېټ لپاره هټۍ
• د قصبې سیمې، خواجه رواش ښارګوټي کې (۲۶۴) متر مربع مساحت لرونکی د موټرو پرېمنځلو ځای

یادونه:
د اماراتو ښارګوټي درېیم فاز لینټري هټۍ د غوښتنلیک سپارلو موده ۷ ورځې او د پاتې ټولو ملکیتونو د غوښتنلیک سپارلو موده ۲۱ ورځې ده. د ټولو ملکیتونو تضمین نقدي دی او د درېیو میاشتو کرایه باید د ملي پراختیا شرکت د تضمین اکاونټ ته د بانکي حساب له لارې ورکړل شي.
نو پر همدې اساس، ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په تړون کې د ګډون علاقه لري، کولای شي خپل غوښتنلیک د اعلان له خپرېدو وروسته د ټاکل شوو ورځو په اوږدو کې د ملکیت د ځانګړتیاوو په یادولو سره د ملي پراختیا شرکت ته، چې د کابل ښار ۱۵ ناحیې قصبه سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. شرطپاڼه کتلی شئ او تضمین به په نغدي ډول اخیستل کېږي.