۱۲ وږی ۱۴۰۴: د سرپل ولایت په بلخآب ولسوالۍ کې د ډبرو سکارو کانونو د معياري استخراج او د کانونو ترمنځ د نښلوونکو سړکونو پروژه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د امارتي شرکتونو لوی رئيس، مولوي احمدجان بلال، د ملي پراختيا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس عبدالرحمن عطاش، د افعانستان بانک لوی رئیس نور احمد آغا، د سرپل ولایت والي مولوي محمد ظریف مظفر، د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي، د فاریاب ولايت والي مولوي عبدالحد فضلي او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو، علماوو او قومي مشرانو په حضور کې رسماً کې پرانیستل شوه.
په دې اړه ترتيب شويو مراسمو کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند وویل، افغانستان د طبیعي زېرمو له اړخه بډایه هېواد دی او باید د دغو سرچینو د اعظمي استفادې لپاره د پروسس او تولید فابریکې دننه جوړې شي، څو کاري فرصتونه زیات او کورنی صنعت پیاوړی شي.
نوموړي زیاته کړه، د بلخآب د ډبرو سکارو حوزه د هېواد له مهمو او غني زېرمو څخه ده، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري یې د استخراج چارې په مسلکي او معیاري ډول پرمخ ځي. د ده په وینا، دغه شرکت د کانونو د استخراجي چارو د آسانتیا لپاره له ۲۰۰ کیلومتره زیات سړکونه هم رغولي، چې د کانونو ترمنځ نښلوونکي دنده په غاړه لري.
هغه د ملي پراختیا شرکت له هڅو قدرداني وکړه او سپارښتنه یې وکړه چې د استخراج پروسه لا معیاري، له ضایعاتو خوندي او د چاپېریال ساتنې له اصولو سره سم پرمخ یوړل شي. نوموړي د سیمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې هغوی ته به د اړتیا وړ سکاره په مناسبه بیه برابر شي او د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې به هم پراخې آسانتیاوې رامنځته شي.
دغه راز په دې غونډه کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمدجان بلال وویل، چې د یاد لوی ریاست تر چتر لاندې شرکتونه ژمن دي، چې د سکارو کانونه په مسلکي ډول استخراج کړي او د ضایعاتو مخنیوی وشي.
نوموړي څرګنده کړه چې د ملي پراختیا شرکت له لوري دلته کانونه په داسې بڼه برابر شوي، چې د نړۍ له منل شوو معیارونو سره سمون لري. د ده په وینا، دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج بهیر په دومره معیاري او پرمختللي ډول عملي کېږي.
هغه زیاته کړه، کانونه د ملت امانت دي او هر هغه کان چې دوی ته سپارل کېږي، د ملي شتمنۍ په سترګه ورته ګوري، د هغې ساتنه کوي او هڅه کوي، چې له ټولو مسلکي او قانوني اصولو سره سم ترې ګټه واخلي.
د غونډې پر مهال، د سرپل ولایت والي مولوي محمد ظریف مظفر وویل، د افغانستان اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د بنسټیزو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د بلخآب د سکارو د کانونو او نښلوونکو سړکونو پرانیسته د همدې هڅو یوه څرګنده نښه ده.
نوموړي دا هم وویل، چې یاده پروژه د ملي پراختیا شرکت له لوري پلې شوې، او دا ډول اقدامات ښيي چې اسلامي امارت د هېواد د طبیعي زېرمو، معیاري مدیریت او پراختیا ته ژمن دی.
په ورته مهال د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي وویل، چې د افغانستان د آبادی او پرمختګ مسؤلیت پر افغانانو دی، نه پر نورو. نوموړي ټینګار وکړ چې افغانان باید له یو بل سره همکار واوسي. ښاغلي سرحدي وويل چې نوموړې پروژه د ملي یووالي او ګډ کار یوه غوره بېلګه ده.
د نوموړي په وینا، افغانستان د کانونو له پلوه شتمن هېواد دی او باید داسې مدیریت وشي چې راتلونکو نسلونو ته اقتصادي ثبات پرېښودل شي. هغه د ملي پراختیا شرکت له هڅو مننه وکړه او ویې ویل چې دغه شرکت په بلخاب ولسوالۍ کې خلکو ته ګڼ خدمتونه وړاندې کړي او تمه ده چې دا لړۍ لا پراخه شي.
د بلخاب په کانونو کې تر اوسه شاوخوا ۱۰۰ صوفونه (سمڅې) کیندل شوي، چې له دوه زره زیات کسان پکې په مستقیم ډول په کار بوخت دي.، چې له دې کانونو څخه په کلني ډول نږدې ۵۰۰ زره ټنه سکاره استخراجېږي او پلان شته چې دغه ظرفیت نور هم لوړ شي.
د یادونې وړ ده چې د بلخآب د ډبرو سکارو کانونه د هېواد له سترو اقتصادي زېرمو څخه ګڼل کېږي او د ملي پراختیا شرکت په مدیریت کې یې د معیاري استخراج پروسه د هېواد د انرژۍ او صنعت د ودې لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.