۹ وږی ۱۴۰۴: د بغلان په پلخمري ښار کې د غوري سمنټو درېیمې فابریکې ودانیزې چارې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمدجان بلال، د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش، د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو، علماوو او قومي مشرانو په حضور کې رسماً پیل شوې.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وویل، د سمنټو د تولید درېیمې فابریکې پرانېسته د هېواد د صنعتي پرمختګ لپاره ستر اهمیت لري او دا فابریکه به د کورني تولید ظرفیت لوړ کړي، د وارداتو اړتیا به راټیټه کړي، د سمنټو بیو (نرخونو) په ثبات ساتلو او د ملي اقتصاد په وده کې به ګټور پرېوځي.
د نوموړي په وینا، صنعتي کېدل د هر هېواد د اقتصادي ودې بنسټ جوړوي او هغه هېوادونه چې صنعتي فابریکې لري، د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې ځانګړې ونډه لري. هغه زیاته کړه، د غوري سمنټو د درېیمې فابریکې پروژه به د ځان بسیاینې، د کاري فرصتونو رامنځته کېدو او د هېواد د صنعتي کېدو په برخه کې مهم ګام وي.
په غونډه کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمدجان بلال هم دغه فابریکه د هېواد د صنعتي خپلواکۍ لپاره مهمه وبلله او څرګنده یې کړه، چې د فابریکې په فعالیت سره به ځوانانو ته د کار او اشتغال نوې زمینه برابره او د اقتصادي ودې لپاره به لاره هواره شي.
دغه راز د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني وویل، د فابریکې جوړېدل د هېواد د پرمختګ لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ده. د ده په خبره، د اسلامي امارت په رامنځته کېدو سره صنعت د پراختیا په حال کې دی او د غوري سمنټو درېیمه فابریکه ښيي، چې د هېواد له طبیعي زېرمو څخه په سمه توګه ګټه اخیستل کېږي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې امارت به د اقتصادي برخې ملاتړ ته دوام ورکړي او د ولس او حکومت ګډ کار به د هېواد د پرمختګ تضمین وکړي
د یادونې ده، چې د غوري سمنټو درېیمه فابریکه به د ۸۶.۷ میلیون ډالرو په لګښت، چې بودیجه یې د افغانستان اسلامي امارت له لوري ورکول کیږي، په ۱۸ میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته