۱۴۰۴ هـ ش د غويي ۲۷مه: د ملي پراختيا شرکت له پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د تورخم په عمري پنډغالي کې جوړه شوې اداري مجتمع د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارله.
دغه مجتمع يوازې په ۱۵ ورځو کې د مخکې جوړېدونکو قطعاتو په وسیله جوړه شوې او نن د کارونې لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شوه.
د یادې اداري مجتمع د پرانېستلو مراسمو کې د امارتي شرکتونو لوی رئيس، د ملي پراختيا شرکت عمومي اجرائيوي رئيس، د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر، د ننګرهار ولایت مرستیال والي، د اسلامي امارت مرستیال ویاند او یو شمېر نورو سیمهييزو چارواکو ګډون کړی وو.
د ملي پراختيا شرکت عمومي اجراییوي رییس محترم عبد الرحمن عطاش په دغو مراسمو کې وویل، دغه پروژه د ملي شرکت د مسلکي وړتیا، ژمنتیا او چټک عمل ښکارندويي کوي.
نوموړي زیاته کړه، د ملي پراختيا شرکت يوازې په عمراني برخه کې نه، بلکې په نورو برخو کې هم کار کوي او یاد ملي شرکت دا ظرفیت لري، چې دغه ډول عاجل کارونه له خپل ټاکلي وخت څخه مخکې بشپړ کړي.
محترم عطاش وویل، سږ کال د ملي پراختيا شرکت ګڼې سترې پروژې لري او د تورخم دغه مجتمع يې د نوي فصل پیل وباله.
هغه زیاته کړه، د دې مجتمع ترڅنګ به زر بستر چپرکټونه هم ياد کمپ ته ډالۍ کړي.
دغه راز په دغو مراسمو کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلي مولوي احمدجان بلال د یادې مجتمع د جوړېدو په برخه کې د ملي پراختيا شرکت د رهبرۍ، تخنیکي ټیم او ټولو کارکوونکو هڅې وستایلې.
نوموړي څرګنده کړه، چې دا پروژه نه يوازې د سرعت له اړخه ځانګړې ده، بلکې له فني، اداري او خدماتي پلوه هم د لوړو معیارونو مطابق ترسره شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې په کمه موده کې د دې سترې ودانۍ بشپړېدل د ملي پراختيا شرکت د ژمنتیا، اغېزمن مدیریت او قوي ظرفیت څرګندونه کوي.
ده وویل، چې دغه ودانۍ به د بېرته راستنېدونکو لپاره اداري اسانتیاوې برابرې کړي او د حکومتي خدماتو رسولو لپاره به یو منظم چاپېریال رامنځته کړي.
په ورته مهال په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف هم د یادې ودانۍ جوړېدل د خوښۍ ځای وباله.
نوموړي وویل، دا ډول پروژې نه یوازې د کډوالو لپاره اسانتیا برابروي، بلکې د ملي پراختیا شرکت پر وړتیاوو، شفافیت، او ژمنتیا هم مثبت تاثیر لري.
د هغه په خبره، د ملي پراختيا شرکت په خپلو کارونو کې صداقت، کیفیت او مسلکیتوب ته ژمن دی او ياده مجتمع یې ښکاره ثبوت دی.
ده وویل، چې د کډوالو لپاره د دې ودانۍ جوړېدل، په دومره لنډ وخت کې، نه یوازې تخنیکي بریا ده، بلکې له ټولنیز اړخه هم ارزښت لري.
په ورته مهال د ننګرهار ولایت مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی هم غونډې ته په وینا کې وویل، د تورخم په عمري پنډغالي کې د اداري مجتمع جوړول د ملي پراختيا شرکت يوه ستره لاسته راوړنه ده.
نوموړي زیاته کړه چې دغه ودانۍ به بېرته راستنېدونکو کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
دغه راز په دې غونډه کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ښاغلي حمدالله فطرت وویل، په داسې لنډه موده کې د یوې معیاري مجتمع جوړېدل د ملي پراختیا شرکت شرکت د فني ظرفیت، مدیریت او چټک عکسالعمل نښه ده.
ښاغلي فطرت زياته کړه، د ملي پراختيا شرکت دا وړتیا لري چې په اضطراري حالاتو کې، له سختو شرایطو سره سره، مهمې پروژې تطبیق کړي.
دغه راز د خدماتي کمېټې مسؤول او د کډوالو چارو وزارت استازي زاهدالله زاهد هم څرګنده کړه چې د ملي پراختيا شرکت دا پروژه د خپلې ژمنې سره سم، په ټاکلي وخت نه یوازې بشپړه کړې، بلکې کیفیت ته یې هم ځانګړې پاملرنه کړې ده.
هغه د ملي شرکت له مشرتابه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دې مجتمع جوړېدل به د بېرته راستنېدونکو کډوالو د خدماتو د تنظیم، ثبت او همغږۍ لپاره خورا مهم رول ولوبوي.
په پای کې دغه غونډه د ملي پراختيا شرکت د اداري او مالي چارو مرستيال مولوي عبدالولي عادل په دعا سره پای ته ورسېده.